د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې نن سهار د پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې، چې چارواکي وايي درې ولسي وګړي پکې ټپيان دي. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور کليد سره په خبرو كې ومنله چې
د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې نن سهار د پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې، چې چارواکي وايي درې ولسي وګړي پکې ټپيان دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور کليد سره په خبرو كې ومنله چې چاودنه سهار شاوخوا ۷ د غني خېلو په مارکو سيمه کې شوې، خو د پوليسو مرګ، ژوبله يې رد کړه.
سمونوال غفور وايي پېښې يوازې درې ولسي وګړي ټپيان کړي، چې د ده په وينا روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د پېښې مسوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته د ټليفون پر ليكه پېښه كې د پينځو کورنيو سرتېرو د وژلو دعوه وکړه.
په ننګرهار کې دا او د ناامنۍ نورې وروستۍ پېښې په داسې مهال کېږي، چې څو ورځې وړاندې يې چارواکو د چټک غبرګون په نامه له کورنيو او بهرنيو سرتېرو د جوړې تازه پوځي قطعې د جوړيدو او د داسې پېښو د مخنيوي ژمنه کړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


