ads

د قلعه ذال ولسوال ووژل شو

د کندوز ولايت د قلعه ذال ولسوال معلم نذير تېره شپه له خپل چلوونکي سره يو ځاى هغه مهال د ماين په چاودنه كې ووژل شو، چې  د ولسوالۍ څخه  د خپل  كور پرلور روان و. د کندوز ولايت د قلعه ذال ولسوال معلم نذير تېره شپه له خپل چلوونکي سره يو ځاى هغه مهال […]

نویسنده: TKG
20 چنګاښ 1389

د کندوز ولايت د قلعه ذال ولسوال معلم نذير تېره شپه له خپل چلوونکي سره يو ځاى هغه مهال د ماين په چاودنه كې ووژل شو، چې  د ولسوالۍ څخه  د خپل  كور پرلور روان و.

د کندوز ولايت د قلعه ذال ولسوال معلم نذير تېره شپه له خپل چلوونکي سره يو ځاى هغه مهال د ماين په چاودنه كې ووژل شو، چې  د ولسوالۍ څخه  د خپل  كور پرلور روان و.

په دغه پېښه كې پر وژل شويو، دوه تنه  نور ټپيان هم دي.

د کندوز امنيه قومندان جنرال محمدرزاق يعقوبي کليد ته دپېښې پخلي وكړ او زياته يې کړه، چې په دغه پېښه کې پر ولسوال او چلونكي سربېره دوه کسان ټپيان شوي هم دي.

يعقوبي د دغه بريد پړه د دولت  پر وسله والو مخاليفو واچوله، خو تر اوسه كومې ډلې د دغه بريد پړه  پرغاړه نه ده اخيستې.

دا په داسې حال کې ده، چې پوره دوې اوونۍ وړاندې  د ياد ولايت د عامې روغتيا رئيس عزيزالله صفر هم په خپل كتنځاى کې د يوه ځاى پر ځاى شوي ماين چاودېدو په پايله کې ووژل شو، چې مسؤليت يې هېچا پر غاړه وانه خېست.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA