ads

ختيځ كې د تېلو پر ټانكرونو بمي چاودنه

د جلال اباد –  تورخم پر لويه لاره د تېلو د ټانكرونو پر كاروان چاودنه شوې، چې د چارواكو په وينا درې ولسي وګړي پكې ټپيان دي. د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزي کليد ته وويل، چې چاودنه سهار نهه بجې د يوه مقناطيسي ماين له امله پر يوه ټانکر شوې،       د […]

نویسنده: TKG
20 چنګاښ 1389

د جلال اباد –  تورخم پر لويه لاره د تېلو د ټانكرونو پر كاروان چاودنه شوې، چې د چارواكو په وينا درې ولسي وګړي پكې ټپيان دي. د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزي کليد ته وويل، چې چاودنه سهار نهه بجې د يوه مقناطيسي ماين له امله پر يوه ټانکر شوې،

 

 

 

د جلال اباد –  تورخم پر لويه لاره د تېلو د ټانكرونو پر كاروان چاودنه شوې، چې د چارواكو په وينا درې ولسي وګړي پكې ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزي کليد ته وويل، چې چاودنه سهار نهه بجې د يوه مقناطيسي ماين له امله پر يوه ټانکر شوې، چې ټانکرونو ته زيان نه لري، خو څنګ ته يې  د يوه تېريدونکي ولسي کرولا موټر درې سپرلۍ ټپيان شوي دي.

دا چې د تېلو دا ټانکرونه د چا اړوند ول، چارواکي پرې څه نه وايي، خو وېل کېږي، چې دا به د ايتلافي ځواکونو اکمالونکي وي.

د دې پېښې مسؤليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخېستى، خو ترې  د وړاندې پېښو مسوليت ډېر کله وسله والو طالبانو مانه.

د يادولو وړ ده، چې په ننګرهار کې پر تېل ټانکرونو بريدونه، چې پخوا يې کچه لوړه شوې وه، له څو ورځو راهيسې يې خبرونه نه ترلاسه کېدل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA