ads

جلال اباد ته د برېښنا لېږدولو مخه نيول شوې

د ننګرهار چارواکي وايي، وسله والو طالبانو يې له دوه مياشتو راهيسې د لغمان په ګړوچ سيمه کې  د کابل له نغلو بند څخه جلال اباد ته د برېښنا لېږدولو مخه نيولې، خو وسله وال طالبان  دا دعوه دروغ ګڼي.     د ننګرهار چارواکي وايي، وسله والو طالبانو يې له دوه مياشتو راهيسې د […]

نویسنده: TKG
20 چنګاښ 1389

د ننګرهار چارواکي وايي، وسله والو طالبانو يې له دوه مياشتو راهيسې د لغمان په ګړوچ سيمه کې  د کابل له نغلو بند څخه جلال اباد ته د برېښنا لېږدولو مخه نيولې، خو وسله وال طالبان  دا دعوه دروغ ګڼي.

 

 

د ننګرهار چارواکي وايي، وسله والو طالبانو يې له دوه مياشتو راهيسې د لغمان په ګړوچ سيمه کې  د کابل له نغلو بند څخه جلال اباد ته د برېښنا لېږدولو مخه نيولې، خو وسله وال طالبان  دا دعوه دروغ ګڼي.

د ننګرهار د برېښنا رئېس ريدي ګل پيمان کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې له نورو جزياتو پرته وويل، چې  د لغمان  چارواکي يې له دې کاره خبرکړي، خو پر وړاندې يې د هغوى د هڅو او غبرګون په اړه څه ونه ويل.

د لغمان چارواکي که څه هم په رسمي ډول په دې اړه له خبرو ډډه کوي، خو يوې سرچينې يې په نارسمي خبرو کې کليد ته د برېښناد رېس خبرې تائيد کړې.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته دا ونه منله، چې ګواکې دوى جلال اباد ته د نغلو د برېښنا د لېږد خنډ ګرځېدلي.

مجاهد د دې ترڅنګ، چې دوى د ټولګټو چارو مخنيوى نه کوي، حکومت پر دې تورن کړ، چې په دې برخه کې د خپلو نېمګړتياوو پړه پردوى اچوي.

د ننګرهار برېښنا رياست پورته خبرې په داسې مهال کوي، چې سږ کال هم د ننګرهار او په ځانګړي ډول د جلال اباد استوګن د برېښنا د نشتوالي له امله خورا ستونزو سره مخ دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA