د بدخشان د امنيه قومندانۍ مرستيال اورسره درې نور کسان د يوې بمې چاودنې په پايله کې ووژل شول او درې نور ټپيان شول. د بدخشان ولايت د والې وياند شمس الرحمن شمس د پېښې پخلى وكړ او زياته يې كړه
د بدخشان د امنيه قومندانۍ مرستيال اورسره درې نور کسان د يوې بمې چاودنې په پايله کې ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
د بدخشان ولايت د والې وياند شمس الرحمن شمس د پېښې پخلى وكړ او زياته يې كړه، چې پرون شاوخوا ۱۱بجې د دولت د مخالفينو لخوا پر يو ښخ شوي ماين د پوليسو رينجر موټر ور برابر شو، چې له کبله يي د هغه په خبره څلورتنه پوليس مړه او درې نورټپيان شول.
وسلوالو طالبانو د دغې پېښې پړه پرغاړه اخيستې.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يو ناڅرګند ځايه د ټيلفون پرليکه کليد ته په خپلو خبرو كې د چاودنې پړه پرغاړه اخيستې او زياته كړې يې ده، چې د بدخشان ولايت کشيم ولسوالۍ د چهل قاضې سيمه کې يې د پوليسو يو رينجرموټر په ماين الوزولې، چې له کبله يې د هغه په وينا، د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ د مرستيال په ګډون ۶ پوليس وژل شوي دي.
په دې وروستيو کې د هېواد په شمال ختيځ كې پروت بدخشان ولايت هم يوڅه نا امنه شوى، چې کله ناکله ورنه د پېښو ريپوټونه ورکول کيږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


