ads

ننګرهار كې د طالبانو او حزبې اسلامي ترمنځ نښته

د ننګرهار له شېرزادو ولسوالۍ څخه رپوټونه وايي، چې پرون مازېګر ناوخته په دې سيمه کې  د وسله والو طالبانو او حزب اسلامي وسله والې ډلې ترمنځ جګړه شوې او څو تنو ته پکې مرګ، ژوبله اوښتې.     د ننګرهار له شېرزادو ولسوالۍ څخه رپوټونه وايي، چې پرون مازېګر ناوخته په دې سيمه کې  […]

نویسنده: TKG
19 چنګاښ 1389

د ننګرهار له شېرزادو ولسوالۍ څخه رپوټونه وايي، چې پرون مازېګر ناوخته په دې سيمه کې  د وسله والو طالبانو او حزب اسلامي وسله والې ډلې ترمنځ جګړه شوې او څو تنو ته پکې مرګ، ژوبله اوښتې.

 

 

د ننګرهار له شېرزادو ولسوالۍ څخه رپوټونه وايي، چې پرون مازېګر ناوخته په دې سيمه کې  د وسله والو طالبانو او حزب اسلامي وسله والې ډلې ترمنځ جګړه شوې او څو تنو ته پکې مرګ، ژوبله اوښتې.

د شېرزادو ولسوال حاجي عبدالله کليد ته وويل، چې  د ولسوالۍ په توتو سيمه کې له دې جګړې خبردى، خو د مرګ،ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور هم کليد سره په خبرو كې د وسله والو مخالفينو خپلمنځۍ جګړه ومنله، خو ويې ويل،  جګړه په توتو کې نه بلکې د حصارک او شېرزادو ولسواليو ترمنځ د پټلو په نامه سيمه کې شوې.

دى وايي په يوه راپور کې ورته د يوه وسله وال د وژل کېدو او دوو د ټپي کېدو او بل کې يوازې د يوه تن د ټپي کېدو ويل شوي، خو نه پوهېږي، چې دا زيان به د کومې غاړې وي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته د دې جګړې خبره ردکړه او ويې ويل دې لپاره، چې دوى او حزب اسلامي دواړه د دولت پرضد دي نو کله به هم سره ونه جنګيږي.

په دې اړه د حزب اسلامي وسله والې ډلې په نظراخېستو کې پاتې راغلو خو بايد وويل شي، چې د شېرزادو ولسوال په دې ولسوالۍ کې د يادو دواړو ډلو د شتون پخلى كړى دى.

شېرزادو ولسوالي، چې د ننګرهار يو له تر ټولو نا امنو ولسواليو دى،دا لومړى ځل دى، چې د دولت د مخالفنيو د خپلمنځۍ جګړې خبر ترې راځي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA