ads

د كونړ ولايت پر مركز اسعد اباد د توغنديو بريد

د کونړ ولايت مقام ته څېرمه نن سهار درې توغندي لګېدلي، چې د چارواکو په وينا، کوم ځاني زيان نه لري. د کونړ امنيې قومندان خليل الله ضيايي کليد ته  د پېښې د پخلي ترڅنګ وويل، چې    توغندي پر مرکز اسعداباد نن سهار اووه بجې شاوخوا له ناڅرګند لوري څخه راغلي، خوکومه مرګ، ژوبله يې […]

نویسنده: TKG
19 چنګاښ 1389

د کونړ ولايت مقام ته څېرمه نن سهار درې توغندي لګېدلي، چې د چارواکو په وينا، کوم ځاني زيان نه لري. د کونړ امنيې قومندان خليل الله ضيايي کليد ته  د پېښې د پخلي ترڅنګ وويل، چې    توغندي پر مرکز اسعداباد نن سهار اووه بجې شاوخوا له ناڅرګند لوري څخه راغلي، خوکومه مرګ، ژوبله يې نه ده رامنځته کړې.

 

د کونړ ولايت مقام ته څېرمه نن سهار درې توغندي لګېدلي، چې د چارواکو په وينا، کوم ځاني زيان نه لري.

د کونړ امنيې قومندان خليل الله ضيايي کليد ته  د پېښې د پخلي ترڅنګ وويل، چې    توغندي پر مرکز اسعداباد نن سهار اووه بجې شاوخوا له ناڅرګند لوري څخه راغلي، خوکومه مرګ، ژوبله يې نه ده رامنځته کړې.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې ترڅنګ، چې کليد ته په ټليفون د پېښې مسوليت  پرغاړه واخېست،  له شمېر ښودنې پرته يې پكې د ځاني تلفاتو دعوه هم وکړه.

کونړ، چې د بل ختيځ ولايت ننګرهار په شان پکې  له دې وروستيو راهيسې  د نورو ناامنيو ترڅنګ د توغنديو بريدونه ډېرشوي، ډېرکله دا پېښې ولسي مرګ، ژوبلې رامنځته کوي.

د هېرولو نه ده، چې په دواړو ولايتونو کې د هغو سيمو استوګن، چې ډېر توغندي يې شاوخوا سيمې په نښه کوي،کور پرېښودو ته اړکړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA