ads

ختيځ كې پر ايتلافي ځواكونو ځانمرګى بريد

په ننګرهار کې د ايتلافي ځواکونو يو کاروان تر يو ه ځانمرګي بريد لاندې راغى، چې د روغتيايي چارواکو په وينا لسو ولسي وګړو ته يې مرګ، ژوبله اړولې ده. په ننګرهار کې د ايتلافي ځواکونو يو کاروان تر يو ه ځانمرګي بريد لاندې راغى، چې د روغتيايي چارواکو په وينا لسو ولسي وګړو ته […]

نویسنده: TKG
19 چنګاښ 1389

په ننګرهار کې د ايتلافي ځواکونو يو کاروان تر يو ه ځانمرګي بريد لاندې راغى، چې د روغتيايي چارواکو په وينا لسو ولسي وګړو ته يې مرګ، ژوبله اړولې ده.

په ننګرهار کې د ايتلافي ځواکونو يو کاروان تر يو ه ځانمرګي بريد لاندې راغى، چې د روغتيايي چارواکو په وينا لسو ولسي وګړو ته يې مرګ، ژوبله اړولې ده.

پېښه د جلال اباد ختيزې دروازې، بهسودو پله ته څېرمه پرون مازېګر شاو خوا څلور بجې، چې پکې د ايساف پر يوه ټانګ سربېره د ولسي خلکو دوه ريکشې او يو موټرسايکل هم له منځه لاړل.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي بريد د يوه کرولا موټر په مټ شوى، چې  د نهو ټپيانو له ډلې يې يو تن خپل ژوند بايللى دى.

د ننګرهار د عامې روغتيارېس ډاکټر اجمل پردېس بياکليد ته د يوه ولسي وګړي پر وژل کېدو سربېره د نهو نورو ټپي کېدل ومنل.

په ختيځ کې د ايساف مطبوعاتي ادارې کليد ته وويل، چې يوه وسيله يې پېښې له منځه وړى خو سرتېرو ته يې مرګ، ژوبله نه ده اوښتې.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه کليد ته په ټليفون وويل، چې بريد يې د جواد په نامه يوه ملګري، چې د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ استوګن و، پخپل کرولا موټر کې د يوولس منه ناچاوده توکيو پر مټ ترسره کړى او لس بهرني سرتېري يې وژلي.

د ننګرهار پر بهسودو پول تېره مياشت هم ايتلافي ځواکونه تر ورته بريد لاندې راغلي وو، چې هغه مهال هم افغان او ايساف چارواکو يوازې ولسي مرګ، ژوبله منلې وه.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA