ads

هرات كې پر امنيتي چارواكو بمي چاودنه

نن سهار د هرات هوايي ډكر او ښار په لويه لاره د پښتون پول په سيمه كي پر دولتي چارواكو يوه چاودنه وشوه، چې د سيمې د عيني شاهدانو په وينا، درې تنه پكې ټپيان شول.   نن سهار د هرات هوايي ډكر او ښار په لويه لاره د پښتون پول په سيمه كي پر […]

نویسنده: TKG
17 چنګاښ 1389
هرات كې پر امنيتي چارواكو بمي چاودنه

نن سهار د هرات هوايي ډكر او ښار په لويه لاره د پښتون پول په سيمه كي پر دولتي چارواكو يوه چاودنه وشوه، چې د سيمې د عيني شاهدانو په وينا، درې تنه پكې ټپيان شول.

 

نن سهار د هرات هوايي ډكر او ښار په لويه لاره د پښتون پول په سيمه كي پر دولتي چارواكو يوه چاودنه وشوه، چې د سيمې د عيني شاهدانو په وينا، درې تنه پكې ټپيان شول.

د راپورونو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه كله، چي د پوليسو د جلب او جذب د قومندانۍ مرستيال عبدالظاهر په خپل رينجر موټر كي د سيمې څخه د تيرېدو په حال كي و،

دولتي چارواكي پېښه كې د اوښتې مرګ ژوبلې پخلى نه كوي، خو وايي، موتر يو څه خراب شوى دى.

خو په سيمه كې عيني شاهدانو بيا كليد ته وويل، چي دوي يو پوليس او دوه ملكي وكړي وليدل، چي ژوبل شوي وو.

دا هغه سيمه ده، چي څه موده مخكي هم  د هرات پر امنيه قومندان باندي پكې دې ته ورته چاودنه شوې وه.

خو د امنيه قومندان  محمد سالم احساس ترې روغ رمټ ووت.

د نننۍ چاودنې مسئوليت لا تر دې دمه چا پر غاره ندي اخيستى.

هرات، چې د هېواد د امن  لرونكو ولايتونو څخه يو و، په  دې ورستيو کې په كې د ماين چاودنې په ډېريدو دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA