ads

ننګرهار كې د ناامنيو په تور لس تنه نيول شوي

د ننګرهار چارواکي د دې ولايت د وروستيو ناامنيو په تور د درېيو بهرنيانو په ګډون  د لسو تنو او له وسلو څخه د بار موټر د نيونې خبر ورکوي. د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى كليد ته وويل،       د ننګرهار چارواکي د دې ولايت د وروستيو ناامنيو په تور د درېيو […]

نویسنده: TKG
17 چنګاښ 1389

د ننګرهار چارواکي د دې ولايت د وروستيو ناامنيو په تور د درېيو بهرنيانو په ګډون  د لسو تنو او له وسلو څخه د بار موټر د نيونې خبر ورکوي. د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى كليد ته وويل،

 

 

 

د ننګرهار چارواکي د دې ولايت د وروستيو ناامنيو په تور د درېيو بهرنيانو په ګډون  د لسو تنو او له وسلو څخه د بار موټر د نيونې خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى كليد ته وويل،  چې شپږ کورني وګړي په جلال اباد او بټي کوټ ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو لخوا نيول شوي، چې دې کسانو خپله د يو شمېر نورو دولت ضدو هڅو ترڅنګ پربټي ولسوالۍ وروستي بريد کې لاس لرل منلي.

عبدالزى دغه راز د ملي امنيت لخوا د درېيو هغو ناڅرګندو بهرنيو وګړو د نيونې خبره هم كوي، چې په وينايې په جعلي  تذکرو هېواد ته را اوښتي، خو په وينا يې، لا ښکاره نه ده، چې د دې خلکو د راتګ موخه څه وه؟

د ننګرهار د والي وياند همدا شان وايي،  امنيتي ځواکونو د دې ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې پرون سهار نهه بجې په يوه مازدا موټر کې دولس چينايي کلاشينکوفونه ، د پيکا څوارلس شاجوره او يو شمېر وسلې ترلاسه کړي او په تور يې د موټر چلوونکى نيولى.

په ننګرهار کې د دې نيونو خبر وروسته تر هغې ورکول کېږي، چې په دې وروستيو كې دې ولايت کې د ناامنيو ډېروالي پر چارواکو او امنيتي ادارو سختې نيوکې پارولې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA