ads

د كندوز ولايت په چرخاب كې د ماين چاودنه

د كندوز ښار شمال  لور ته د خان اباد بندر په چرخاب سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه، چې د ځايي خلكو په وينا يو پوليس په كې ټپي شوى دى. د كندوز ښار شمال  لور ته د خان اباد بندر په چرخاب سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه، چې د […]

نویسنده: TKG
17 چنګاښ 1389

د كندوز ښار شمال  لور ته د خان اباد بندر په چرخاب سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه، چې د ځايي خلكو په وينا يو پوليس په كې ټپي شوى دى.

د كندوز ښار شمال  لور ته د خان اباد بندر په چرخاب سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه، چې د ځايي خلكو په وينا يو پوليس په كې ټپي شوى دى.

خو د کندوز امنيه قوماندان جنرال محمد رزاق يعقوبې بيا کليد ته وويل، چې د مخالفينو لخوا د سړك پرغاړه ايښودل شوى ماين يې شنډ كړى.

د سيمې عيني شاهدانو چې له نوم اخيستلو يې ډډه كوله، كليد ته وويل، چې ماين له وړاندې نه په بوساړه کې ځاي پرځاې شوي و او کله، چې له يادې سېمې څخه د پوليسو رينجر تيريدو، چاودنه پرې وشوه.

د سرچينې په وينا، پېښه كې يو تن پوليس ټپي شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په ياده سېمه کې درې ورځې وړاندې هم  وسلوالو طالبانو ادعاء كړې وه، چې د پوليسو رينجر موټر يې ويجاړ کړى او سپرو ته يي مرګ ژوبله اړولې ده، خو د دغه ولايت سيمه ييزو چارواکو داخبره نه منله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA