په سرپل ولايت كې د غنمو په درمند كې د اورلګېدو له امله درې تنه ټپيان شول. ياده پېښه تېره شپه د سرپل ولايت په شيرم سيمه كې رامنځته شوې ده. د سرپل ولايت امنيه قوماندان لوى پاسوال محمد بلال نيرم كليد ته د ټليفون په ليكه د پېښې پخلى وكړ
په سرپل ولايت كې د غنمو په درمند كې د اورلګېدو له امله درې تنه ټپيان شول.
ياده پېښه تېره شپه د سرپل ولايت په شيرم سيمه كې رامنځته شوې ده.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان لوى پاسوال محمد بلال نيرم كليد ته د ټليفون په ليكه د پېښې پخلى وكړ او زياته يې كړه، چې دغه درې كسان د يوې كورنۍ غړي دي.
د نوموړي په وينا، تر دې دمه د اورلګېدو علت سم روښانه نه دى.
په سيمه كې د عامې روغتيا مرستيال ډاكټر محمد كامرن كليد ته پخپلو خبرو كې وويل، چې له يادو دريو ټپيانو څخه يې د دوو تنو حالت د اندېښنې وړ دى.
د يو بل خبر له مخې تېره شپه، نامعلومو وسله والو، د چراس ولسوالۍ پر لاره د يوه موټر له سورليو پيسې او نور توكي غلا كړي دي.
په دې اړه د سرپل ولايت امنيه قوماندان وايي: چې د هلف سفيد په سيمه كې څو موټر سايكل چلوونكو دوه جيپ موټرې ودرولي او له سوليو يې پيس او نور شيان وړي دي.
د يادولو وړ ده، چې په ياده لاره كله ناكله ورته پېښې رامنځته كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


