ads

پكتيكا كې د يوه ماين چاودنه او بل شنډېدل

وسله والو طالبانو دعوه کړې، چې د سه شنبې په ورځ یې په سکوټ ځواکونو د ماین چاودنه کړې او هغوى ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. خو دولتی چارواکو د طالبانو د دعوي د ردولو تر څنګ د چهاردي په کلي کې د یوه ماین د شنډولو خبر ورکړی.       وسله والو […]

نویسنده: TKG
16 چنګاښ 1389
پكتيكا كې د يوه ماين چاودنه او بل شنډېدل

وسله والو طالبانو دعوه کړې، چې د سه شنبې په ورځ یې په سکوټ ځواکونو د ماین چاودنه کړې او هغوى ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. خو دولتی چارواکو د طالبانو د دعوي د ردولو تر څنګ د چهاردي په کلي کې د یوه ماین د شنډولو خبر ورکړی.

 

 

 

وسله والو طالبانو دعوه کړې، چې د سه شنبې په ورځ یې په سکوټ ځواکونو د ماین چاودنه کړې او هغوى ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو دولتی چارواکو د طالبانو د دعوي د ردولو تر څنګ د چهاردي په کلي کې د یوه ماین د شنډولو خبر ورکړی.

د وسلوالو طالبانو سیمه يیز ویاند ډاکتر عبدالوکیل مبارز په دې اړه کلید ته وویل، چې د سه شنبي په ورځ یې د پکتیکا ولایت د ښرني او مټاخان په لویه لاره د سکوټ په ځواکونو د ماین چاودنه کړې او د هغوى درې تنه یې وژلي او يو یې سخت ټپي کړی دى.

د مبارز په خبره، دغه ماین د نوي تخنیک له مخي عیار شوی و، چې کولای شي څو متره ټوپ ووهي .

خو د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان د طالبانو دغه ادعا رد كړه او وه يې ويل، چې د ښرني او مټاخان په لویه لاره کومه داسی پېښه نه ده رامنځ ته شوې.

بل لوري ته د سیمه ييزو خلکو په سیمه كې د چاودني پخلی کړی، خو د اوښتي زیان په اړه یې معلومات نه لرل.

د سیمي خلکو دا هم ویلي، چې له چاودني وروسته پر سیمې راکټونه هم لګېدلي، چې له كبله يې د خلکو درمندونه سوځېدلي دي .

د سیمې خلکو د تېر په څېر يو ځل بیا له دواړو لوریو غوښتنه وکړه، چې د نښتو او چاودنو پرمهال دې د ملکي وګړو زیانونو ته پاملرنه وکړي.

د یو بل خبر له مخي چارواكو ويلي، چې د ښرنې په چهار درې كې يې يو حلقه ماين شنډ كړى دى.

د پکتیکا ولایت د والي ویاند مخلص افغان په دې اړه کلید ته وویل، چې د سه شنبې په ورځ سيمه ييزو امنيتي ځواكونو د ښرنې په چهاردرې کې یو حلقه ماین کشف او وروسته شنډ کړ، چې د کلي په منځ کې ېښودل شوی و.

افغان زياته كړه، په ياده سیمه کې دوه تنه شکمن کسان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.

د افغان په وينا، په نيول شويو وسلو كې يو راکټ، یو میل کلاشنکوف او یو شمېر نور مهمات هم نیول شوي دي، او نیول شوي کسان تر پلټنو ګروېږنولاندي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA