ads

د ټاكنو د خپلواك كمېسيون ولايتي امرينو لوړه وكړه

د ټاكنو د خپلواك كمېسيون رئيس فضل احمد معنوي ولايتي امرينو ته د لوړې په مراسمو كې، وويل، هيچاته به د دې اجازه ورنكړي، چې د راتلونكو ټاكنو په بهير كې لاس وهنې وكړي. د ټاكنو د خپلواك كمېسيون رئيس فضل احمد معنوي ولايتي امرينو ته د لوړې په مراسمو كې، وويل، هيچاته به د […]

نویسنده: TKG
16 چنګاښ 1389

د ټاكنو د خپلواك كمېسيون رئيس فضل احمد معنوي ولايتي امرينو ته د لوړې په مراسمو كې، وويل، هيچاته به د دې اجازه ورنكړي، چې د راتلونكو ټاكنو په بهير كې لاس وهنې وكړي.

د ټاكنو د خپلواك كمېسيون رئيس فضل احمد معنوي ولايتي امرينو ته د لوړې په مراسمو كې، وويل، هيچاته به د دې اجازه ورنكړي، چې د راتلونكو ټاكنو په بهير كې لاس وهنې وكړي.

معنوي په ډاګه كړه چې، راتلونكې پارلماني ټاكنې به رڼې، ازادې اوافغانستان شموله وي.

ده زياته كړه، د ټاكنو د خپلواك كمېسيون لوړ پوړي غړي به په نژدې راتلونكي كې هم د لوړې مراسم ترسره كړي.

فضل احمدمعنوي زياته كړه راتلونكې پارلماني ټاكنې، چې د سنبلې په اويشتمې نېټې به ترسره شي، پرې نږدې يو سل او نهه څلويښت ميليونه ډالره لګښت راځي، چې د بهرنيو مرسته وركوونكو هېوادو له خوا وركول كېږي.

د يادونې وړ ده، چې راتلونكې پارلماني ټاكنو لپاره له ټول هېواد څخه شاو خوا دوه زره او پنځه سوه اوه اويا كسانو ځانونه نومولي دي، چې له دغه شمېرڅخه به يواځې دوه سوه او څلويښت تنه ولسي جرګې ته لاره پيداكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA