د پوهنې وزارت او د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې د چارواكو ترمنځ د حساب وركولو او د شفافيت سيستم د رامنځته كولو په هدف د ۳۴ ميليونو افغانيو په ارزښت يو تړون لاس ليك شو.
د پوهنې وزارت او د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې د چارواكو ترمنځ د حساب وركولو او د شفافيت سيستم د رامنځته كولو په هدف د ۳۴ ميليونو افغانيو په ارزښت يو تړون لاس ليك شو.
د پوهنې وزير ډاكتر فاروق وردګ د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې (يو اين ډي پي) له مشر منوج بسنات سره د تړون د لاسليكولو پرمهال وويل، دغه پروژوه، چې يو كال به دوام وكړي، د ملګرملتونو د يوه استازي په ګډون به د۵۰ تنو افغان مامورينو لخوا پرمخ وړل كېږي.
فاروق وردګ زياته كړه، د دغې پرژوې په پلي كيدو سره به د هيواد په كچه د پوهنې وزرات په ټولو ادارو او ښونيزو برخو كې اداري فساد له منځه ولاړ شي او د حساب وركولو او شفافيت سيستم به رامنځته شي.
فاروق وردګ د پوهنې په وزارت كې د اداري فساد موجوديت رد نه كړ، خو زياته يې كړه، چې په دې وزارت كې تر نورو ادارو د فساد كچه ټيټه ده، چې د ده په خبره د پوهنې وزارت اړوند ټولې هغه ادارې به تر جدي څارنې لاندې ونيول شي، چې ترشك لاندې دي.
د وردګ د معلوماتو له مخې، سربيره پر دې وزارت، په ماليې او كورنيو چارو وزارتونو كې هم ورته پروسه روانه ده.
د يادونې وړده، چې د ملګرونو ملتونو د پرمختيايي ادارې له لوري د درې كلونو لپاره ۲۲ مليونو ډالره په دې موخه افغان دولت وركول كېږي، چې په دولتي ادارو كې فساد له منځه يوسي او د حساب وركولو يو شفاف سيستم رامنځته كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


