د ټاكنو د شكايتونو كمېسيون چارواكوي وايي، چې د يو شمېر پارلماني كانديانو نومونه به له وروستي ليسته لري شي. دغه خبره د ياد كميسيون غړي احمد ضيا رفعت نن كليد ته په ځانگړې مرګه كې وكړه.
د ټاكنو د شكايتونو كمېسيون چارواكوي وايي، چې د يو شمېر پارلماني كانديانو نومونه به له وروستي ليسته لري شي.
دغه خبره د ياد كميسيون غړي احمد ضيا رفعت نن كليد ته په ځانگړې مرګه كې وكړه.
رفعت زياته كړه، سبا به د پارلماني ټاكنو له وروستي لېسته د يو زيات شمېر هغو نوماندو نومونه لري كړل شي، چې نه دي توانيدلي د شكايتونو پر وړاندي ځان پاك ثابت كړي .
نوموړي زياته كړه، د دغه كسانو زياته برخه هغه غير قانوني وسله وال او يا هم د غير مسؤلو وسله والو ډلو سره اړيكې لري.
د تاكنو په قانون كې راغلي دي هغه كسان، چې غيري قانوني وسلې ګرځوي او يا هم له هغه و كسانو سره چې غير قانوني وسلې لري اړيكې ولري ځان نشي كانديد ولاى.
د يادولو وړ ده، چې د ولسي جرگې د انتخاباتي كمپاين له پيل سره سم د پنځو تنو نوماندو نمونه له لېست څخه لري شوي وو .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


