د مرکزې بغلان په سيمه کې وسلوالو طالبانو د بهرنيوځواکونو پر اکمالاتې کاروان د بريد په ترڅ كې، څو ټانکرونو ته اورورته کړيدي. د بغلان ولايت د امنيت يو تن امر، چې د نوم له ښوولو يې ډډه کوله کليد ته وويل،
د مرکزې بغلان په سيمه کې وسلوالو طالبانو د بهرنيوځواکونو پر اکمالاتې کاروان د بريد په ترڅ كې، څو ټانکرونو ته اورورته کړيدي.
د بغلان ولايت د امنيت يو تن امر، چې د نوم له ښوولو يې ډډه کوله کليد ته وويل، چې نن نږدي ۱۲:۳۰ بجې وسلوالو طالبانو د بهرنيو ځواکونو پراکمالاتې کاروان د مرکزې بغلان د جرې خشک ښوونځې ترڅنګ بريد کړې، چې له امله يې د تيلو دوه ټانکرونو اور اخيستې او اوس هم پرې اور بلييږې.
د نوموړي په وينا، د نښتې په سېمه کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته لا هم روانه ده.
خو له بل لورې د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته د يوناڅرګند ځاې څخه د ټيلفون پرليکه وويل، چې د دوي ملګرو په مرکزې بغلان کې د ناټو پر اکمالاتې کاروان بريد کړې، چې په پايله کې يې د تيلو ۵ ټانکرونه سوځولي او ۱۰ تنو ساتونکو ته يې مرګ ژوبله ور اړولې ده.
همدارنګه طالب وياند د يو بل ټلفونې پيغام په وسيله وايې، چې نن ۱۱بجې د بغلان پلخمري ولسوالۍ په قلانو سيمه کې يې په خارجې ځواکونو بريد کړې، چې له کبله يي يو ټانګ ويجاړشوي، ۲ عسكر وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
خو د طالب وياند د دغې ادعاء په اړه تراوسه ځايي چارواکو او يا هم بهرنيانو څه ندي ويلې.
د يادونې وړ ده، چې مونږه د بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتې دفترسره په کندوزکې تماس ونيو، خو هغوې وويل، چې په اړه به يې وروسته معلومات رسنيو ته وركړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


