وسله والو طالبانو تېره شپه بياد ننګرهار هوايي ډګر د وېشتو په نيت څو توغنديز بريدونه کړي، خو چارواکي وايي له کوم زيان پرته د يوه سيند غاړې ته لګېدلي.
وسله والو طالبانو تېره شپه بياد ننګرهار هوايي ډګر د وېشتو په نيت څو توغنديز بريدونه کړي، خو چارواکي وايي له کوم زيان پرته د يوه سيند غاړې ته لګېدلي.
ياد هوايي ډګر، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو درېيمه پوځي اډه ګڼل کېږي.
د ننګرهار هوايي ډګر قوماندان ډګروال جهانګيرعظيمي يې په اړه كليد ته وويل، چې د تېرې شپې پراته نيمو بجو دوه توغندي د ډګر له سره تېر شوي او د بهسودو سيندغاړې ته لوېدلي، چې په وينا يې كوم زيان نه لري.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا له ناڅرګند ځاى څخه کليد ته په ټليفون وويل، چې ملګرو يې درې توغندي د ننګرهار پر هوايي ډګر توغولي، چې مرګ، ژوبله يې رامنځته کړې.
ننګرهار هوايي ډګر، چې تېره اونۍ د وسله والو طالبانو تر ډله ييزو وسله والو او ځانمرګو بريدونو لاندې راغى، له څو کلو راهيسې ورته اونۍ، دوه وروسته ورته توغندي توغول کېږي، چې ډېر ځله پر ولسي سيمو لګيږي او پر مالي زيان سربېره مرګ، ژوبله هم پېښوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


