ads

د ترافيکې پيښې له كبله ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

نن سهار شاوخوا ۸ بجې د سالنګ په لويه لاره د يوعراده کاسټر موټر د اوښتو له امله لږ ترلږه يوتن ومړ او ۷ نور ټپيان شول. د بغلان ولايت د امنيت يو تن امر سيد زمان الدين د پېښې پخلى كړى او په اړه يې كليد ته وويل،       نن سهار شاوخوا […]

نویسنده: TKG
15 چنګاښ 1389

نن سهار شاوخوا ۸ بجې د سالنګ په لويه لاره د يوعراده کاسټر موټر د اوښتو له امله لږ ترلږه يوتن ومړ او ۷ نور ټپيان شول. د بغلان ولايت د امنيت يو تن امر سيد زمان الدين د پېښې پخلى كړى او په اړه يې كليد ته وويل،

 

 

 

نن سهار شاوخوا ۸ بجې د سالنګ په لويه لاره د يوعراده کاسټر موټر د اوښتو له امله لږ ترلږه يوتن ومړ او ۷ نور ټپيان شول.

د بغلان ولايت د امنيت يو تن امر سيد زمان الدين د پېښې پخلى كړى او په اړه يې كليد ته وويل، دغه پېښه نن سهار په اتو بجو د سالنګ په دوشاخ سيمه کې رامنځ ته شوه، چې په وينا يې تر اوسيه يې اته كسه د پېښې له ځايه رويستي، چې يو پكې مړ او پاتې نور ټپيان دي.

نوموړي زياته كړه، په ټپيانو کې زياتره ښځې او کوچنيان دي، چې کابل څخه بغلان ته د واده لپاره روان وو.

د پېښې يو تن عينې شاهد قدير دخپلو سترګو ليدلى حال داسې بيان كړ، د دغه موټر مخکې ته هيڅ خنډ  نه وو، خو ناڅاپه له خپل مسير ځنې منحرف شو او واوښت.

د يادولو وړ ده، چې په دغه لويه لاره ډيرى وخت د چلوونکو د بې احتياطۍ او يا هم د ترافيکي ګڼې ګوڼې له كبله ورته پيښې رامنځ ته کيږې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA