ads

جوبائيډن: موږ افغانستان ته د تل لپاره نه يوراغلي

د امريکا د جمهور رئيس  مرستيال جوبائيډن د عراق د ليدنې پر مهال پرون په داسې حال کې، چې په افغانستان کې يي د امريکا د پوځي ستراتيژى سخته دفاع وکړه، پر  افغان مشرانو غږ وكړ، چې د خپل هېواد مسؤليتونه پخپله واخلي. د امريکا د جمهور رئيس  مرستيال جوبائيډن د عراق د ليدنې پر […]

نویسنده: TKG
15 چنګاښ 1389

د امريکا د جمهور رئيس  مرستيال جوبائيډن د عراق د ليدنې پر مهال پرون په داسې حال کې، چې په افغانستان کې يي د امريکا د پوځي ستراتيژى سخته دفاع وکړه، پر  افغان مشرانو غږ وكړ، چې د خپل هېواد مسؤليتونه پخپله واخلي.

د امريکا د جمهور رئيس  مرستيال جوبائيډن د عراق د ليدنې پر مهال پرون په داسې حال کې، چې په افغانستان کې يي د امريکا د پوځي ستراتيژى سخته دفاع وکړه، پر  افغان مشرانو غږ وكړ، چې د خپل هېواد مسؤليتونه پخپله واخلي.

نوموړي زياته كړې، چې افغان چارواكي بايد په لوبه كې برخه واخلي، ځكه دوى افغانستان ته د تل لپاره نه دي راغلي او نه هم امريكايان په افغانستان كې تر افغانانو زيات سولې ته لېواله دي.

بل خوا جمهوري پلوي سناتور جان مک کين د کابل د ليدنې پر مهال په دې انتقاد کړى، چې په دغې ستراتيژۍ کې ولې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره نېټه ټاکل شوې ده.

د مكن په وينا، كه داسې وشي، نو وسله وال مخالفين به زړور شي او د القاعد او طالبانو پروړاندې د جګړې ملګري هېوادنه به زړه ماتي شي.

خو د امريکا د جمهور رئيس  مرستيال جوبائيډن بيا د جمهور رئيس بارک اوباما دغه ستراتيژي غوره بللې.

جان مكن سره په دې ليدنه كې، چې تېره ورځ يې له جمهور رئيس حامد كرزي سره وكړه، د امريكا او ناټو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال پټريوس او امريكايي سفير كارل ايكن بيري هم ملګري وو

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA