د پكتيا ولايت په مركز ګرديز کې د پوليسو اکاډمۍ د استادانو پر يوه موټر چاودنه شوې، چې له كبله يې درې تنه استاذان ټپيان شوي دي.
د پكتيا ولايت په مركز ګرديز کې د پوليسو اکاډمۍ د استادانو پر يوه موټر چاودنه شوې، چې له كبله يې درې تنه استاذان ټپيان شوي دي.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون كليد ته وويل، چې چاودېدونکي توکي په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى شوي و او داستاذانو د سورلۍ ټونس موټر ته څېرمه وچاوديد.
ياده چاودنه نن سهار شاوخوا (٧:٣٠) د ګردېز ښار په شيخانو کې رامنځته شوې ده.
يادې اکاډمۍ په ١٣٨٢ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى او تراوسه يې په ٢٥٠ دورو کې شاوخوا ١٧٠٠٠ تنه فارغ کړي دي.
که څه هم د دغې چاودنې مسؤليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى، خو دغه شان چاودنې په سيمه کې د وسلوالو طالبانو له خوا ترسره کېږي.
د نورو ولايتونو په څېر پکتيا کې هم نږدې هره ورځ پوليس له وسلوالو بريدونو او چاودنو سره مخ دي، خو په دغه ولايت کې دا لومړى ځل دى، چې د پوليسو استادان په نښه کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


