ads

په هرات كې د ګډو ځواكونو پر كاروان بمي چاودنه

د هرات ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ كې د ګډو ځواكونو پر كاروان د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې د ذبيح الله مجاهد په وينا لسو سرتېرو ته ته مرګ ژوبله اوښتې. د هرات ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ كې د ګډو ځواكونو پر كاروان د سړك د غاړې بمي […]

نویسنده: TKG
14 چنګاښ 1389

د هرات ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ كې د ګډو ځواكونو پر كاروان د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې د ذبيح الله مجاهد په وينا لسو سرتېرو ته ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هرات ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ كې د ګډو ځواكونو پر كاروان د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې د ذبيح الله مجاهد په وينا لسو سرتېرو ته ته مرګ ژوبله اوښتې.

ياده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې افغان او بهرنيو ځواكونو يو كاروان له سيمې څخه د تېرېدو په حال كې و.

د يادې ولسوالۍ ولسوال محمد اصف سخا كليد سره د خبرو پر مهال د پېښې پخلى وكړ، خو له ډېرو جزياتو له وركولو څخه يې ډډه وكړه.

په سيمه كې يو عيني شاهد يو ټانګ، چې د اور لمبې ترې پورته كېدې ليدلى دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد كليد ته د ټليفون په ليكه وويل، چې د بهرنيو ځواكونو پر يوه ټانګ او د ملي اردو پر يو رينجر چاودنه كړې، چې له كبله يې ۶بهرني او ۴كورنيو عسكرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يكه توت د طالبانو يو اصلي مركز بلل كېږي، چې ډيرى وخت پكې پر بهرنيو او كورنيو ځواكونو بريدونه كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA