ads

ولسي جرګې لپاره د يوه كانديد پر كورنۍ وسله وال بريد

تېره شپه نامعلومو وسله والو په مزار شريف كې د ولسي جرګې د يوه نوماند پر كورنۍ وسله وال بريد وكړ. چارواكي وايي، د بريد كوونكو او ساتونكو ترمنځ په نښته كې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.       تېره شپه نامعلومو وسله والو په مزار شريف كې د ولسي جرګې د يوه […]

نویسنده: TKG
14 چنګاښ 1389

تېره شپه نامعلومو وسله والو په مزار شريف كې د ولسي جرګې د يوه نوماند پر كورنۍ وسله وال بريد وكړ. چارواكي وايي، د بريد كوونكو او ساتونكو ترمنځ په نښته كې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

 

 

تېره شپه نامعلومو وسله والو په مزار شريف كې د ولسي جرګې د يوه نوماند پر كورنۍ وسله وال بريد وكړ.

چارواكي وايي، د بريد كوونكو او ساتونكو ترمنځ په نښته كې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

ياد بريد د راتلونكې ولسي جرګې د نوماند عباس ابراهيم د وراره پر موټر شوى دى.

ويل كېږي وسله والو كسانو غوښتل د عباس ابراهيم زاده وراره وتښتوي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسؤل شيرجان دراني كليد ته په خپلو خبرو كې وويل، ياده پېښه تېره شپه اته بجې رامنځته، چې د دواړو لوريو لخوا په ډزو كې يو تن سړى تښتونكى مړ او يو بل يې ټپي شوى دى.

دغه راز د ابراهيم زاده وراره او يو بل تن ټپي شوي دي.

د نوموړي په وينا ټپي بريد كوونكى د پوليسو لخوا نيول شوى او پوښتنې ګروېګنې ترې روانې دي.

د راتلونكي پارلماني ټاكنو لپاره نوماند عباس ابراهيم زاده رسنيو ته وويل، نامعلومو وسله والو يې د وراره پر موټر بريد كړى، چې له كبله يې وراره او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

ابراهيم زاده زياته كړه، دوى له هيچا سره هم كومه دښمني نه لري، يوازې سوداګريز كاروبار كوي او ځان يې راتلونكي پارلمان لپاره نمولى دى.

د يادولو وړ ده، چې د پارلماني ټاكنو د رانږدې كېدو سره په شمال كې ناامني هم ډېره شوې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA