ads

مرورې ولسوالۍ كې د نويو امنيتي پوستو جوړول

د کونړ والي وايي د دې ولايت پر مرورې ولسوالۍ د درنو پوځي عملياتو ترپايته رسېدو وروسته هلته د وسله والو طالبانو د بيا واکمنۍ د مخنيوي لپاره نوې امنيتي چوڼۍ جوړوي.     د کونړ والي وايي د دې ولايت پر مرورې ولسوالۍ د درنو پوځي عملياتو ترپاى ته رسېدو وروسته هلته د وسله […]

نویسنده: TKG
14 چنګاښ 1389

د کونړ والي وايي د دې ولايت پر مرورې ولسوالۍ د درنو پوځي عملياتو ترپايته رسېدو وروسته هلته د وسله والو طالبانو د بيا واکمنۍ د مخنيوي لپاره نوې امنيتي چوڼۍ جوړوي.

 

 

د کونړ والي وايي د دې ولايت پر مرورې ولسوالۍ د درنو پوځي عملياتو ترپاى ته رسېدو وروسته هلته د وسله والو طالبانو د بياواکمنۍ د مخنيوي لپاره نوې امنيتي چوڼۍ جوړوي.

والي سيد فضل الله وحيدي دا خبره کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې تر هغې وروسته وکړه چې تېره اونۍ سلګونه افغان او بهرنيو پوځيانو پر مرورې درانه هوايي او ځمکني عمليات ترسره کړل.

وحيدي که څه هم د دغو نويو امنيتي چوڼيو د څرنګوالي او کچې په اړه څه ونه ويل خو ويې ويل د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې د را اوښتونکو وسله والو طالبانو مخه به نيسي.

 

پر مرورې درانه عمليات چې وسله والو طالبانو د هلمند پر مارجې عملياتو ته ورته بللي وو، پکې لسګونه وسله والو طالبانو، افغان او بهرنيو ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګ، ژوبله واوښته.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA