ads

كندوز كې د مخالفينو او ګډو ځواكونو ترمنځ نښته

نن د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ كې د وسلوالو طالبانو او ګډو ځواکونو ترمنځ وسلواله نښته رامنځ ته شوه، چې دواړه خواوې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي. نن د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ كې د وسلوالو طالبانو او ګډو ځواکونو ترمنځ وسلواله نښته رامنځ ته شوه، چې دواړه خواوې يو بل […]

نویسنده: TKG
14 چنګاښ 1389

نن د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ كې د وسلوالو طالبانو او ګډو ځواکونو ترمنځ وسلواله نښته رامنځ ته شوه، چې دواړه خواوې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

نن د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ كې د وسلوالو طالبانو او ګډو ځواکونو ترمنځ وسلواله نښته رامنځ ته شوه، چې دواړه خواوې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د کندوز امنيه قوماندان کليد سره په يوه ځانګړې مرکه کې د پېښې پخلى وكړ او ويې ويل، چې نن سهار د دولت وسلوالو مخالفينو د امنيتي ځواكونو پر يوې ګزمې بريد کړى، چې د دواړو خواو په ډزو كې يو وسلوال طالب وژل شوى او يوتن ټپې شوى دى.

نوموړي خپل لور ته مرګ ژوبله رد کړه.

خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له نا څرګند ځاي څخه د ټيلفون پرليکه کليد ته وويل، چې د چهاردرې د يتيم كلي په نننۍ جګړه کې يې 6 تنه بهرنيان وژلې دي.

مجاهد د خپلو ملګرو د وژلو په اړه څه ونه ويل.

د يادولو وړ ده، چې طالبانو تيره شپه د کندوز په چرخاو کې هم پر پوليسو د بريد ادعا کړې وه او ويلي يې و، چې بريد کې يې دوه رينجرې له منځه وړي او سپورو ته يي درنه  مرګ ژوبله اړولې ده.

خو ځايي چارواكو د طالبانو دغه ادعا رد كړې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA