ads

د لغمان ولايت پر دولت شاه ولسوالۍ راكټي بريد

د لغمان  ولايت پر دولت شاه ولسوالۍ تېره شپه وسله والو طالبانو بريد كړى، چې چارواکي او بريد كوونكي يې د څرنګوالي او پايلو په اړه بېلا، بېلې دعوې کوي.     د لغمان  ولايت پر دولت شاه ولسوالۍ تېره شپه وسله والو طالبانو بريد كړى، چې چارواکي او بريد كوونكي يې د څرنګوالي او […]

نویسنده: TKG
14 چنګاښ 1389
د لغمان ولايت پر دولت شاه ولسوالۍ راكټي بريد

د لغمان  ولايت پر دولت شاه ولسوالۍ تېره شپه وسله والو طالبانو بريد كړى، چې چارواکي او بريد كوونكي يې د څرنګوالي او پايلو په اړه بېلا، بېلې دعوې کوي.

 

 

د لغمان  ولايت پر دولت شاه ولسوالۍ تېره شپه وسله والو طالبانو بريد كړى، چې چارواکي او بريد كوونكي يې د څرنګوالي او پايلو په اړه بېلا، بېلې دعوې کوي.

د لغمان امنيې قومندان جنرال عزيز غرنى وايي، چې د دولت وسله والو مخالفينو د دولت شاه ولسوالۍ د وېشتلو په نيت درې راکټې د همدې ولسوالۍ له لېرې سيمو وېشتي، چې د ولسوالۍ مرکز ته نه دي رسېدلي .

امنيې قومندان پېښه کې تلفات نه مني او وايي په اړه يې پلټنې پيل شوي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته وويل ، چې پر دولت شاه ولسوالۍ يې ملګرو تېره شپه درنه جګړه کړې او دولتي غاړې ته يې مرګ، ژوبلې اړولې ده.

مجاهد په دې اړه نور جزيات ورنکړل او د سيمې خلکو سره په دې اړه خبرو کې پاتې راغلو.

لغمان، چې د هېواد ختيځ کې تر ننګرهار وروسته دويم نسبتا ارام ولايت ګڼل کېده، له وروستيو راهيسې يې د ولسواليو پر ودانيو داسې پېښې ډېرې شوي، چې د ځايي خلکو سختې اندېښنې يې را پارولي.

له څه مودې راهيسې د دې ولايت اليشنګ ولسوالي هم څو ځله د وسله والو طالبانو تربريد لاندې راغلې، چې چارواکو د اوس په څېر پكې د مرګ، ژوبلې دعوې ردکړي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA