ads

پټريوس د نړيوالو ځواكونو مشري په غاړه واخيسته

په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پټريوس نن په رسمي توګه د نړيوالو ځواكونو د عمومي قومندان په توګه دنده پيل كړه.     په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پټريوس نن په رسمي توګه د نړيوالو ځواكونو د عمومي قومندان په توګه دنده پيل كړه. دغه […]

نویسنده: TKG
13 چنګاښ 1389

په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پټريوس نن په رسمي توګه د نړيوالو ځواكونو د عمومي قومندان په توګه دنده پيل كړه.

 

 

په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پټريوس نن په رسمي توګه د نړيوالو ځواكونو د عمومي قومندان په توګه دنده پيل كړه.

دغه امريكايي جنرال، چې د مك كرېسټال پرځاى په افغانستان كې ګمارل شوى، نن يې په كابل كې د نړيوالو ځواكونو په قومندانۍ كې د ځانګړو مراسمو په ترڅ كې په رسمي توګه د نړيوالو ځواكونو مشري په غاړه واخيسته.

نوموړى د جمعې په ورځ كابل ته راورسېد او له جمهور رئيس كرزي، نورو افغان او بهرنيو لوړ پوړو چاواكو سره ليدنه وكړه او ورسته د خپل هېواد سفارت ته لاړ او هلته يې څه باندې شپاړس سوه مېلمنو ته خبرې وكړې.

پيټريوس په خپلو خبرو كې پر ملكي او پوځي چارواكو غږ وكړ، چې د روانې نهه كلنې جګړې د پايته رسولو لپاره دې په ګډه كار وكړي.

نوموړي زياته كړې، دا يو داسې كار دى، چې په دې كې موږ بايد سره په ګډه كار وكړي، هغه كه ملكي وي، كه نظامي، افغان وي كه بهرنى، موږ يو يو او زموږ ماموريت هم يو دى.

د پټريوس په وينا، د دغه مقصد د لاسته راوړلو لپاره موږ بايد يو له بل سره مرسته وكړ، ځكه دا يو ستونزمن ماموريت دى، په دې كې هيڅ هم اسان نه دي، خو كه موږ سره په ګډه كار وكړو پرمخ تلاى شو او ښايي خپل مقصد كې بريالي هم شو.

جنرال ډېوېډ پټريوس ژمنه وكړه، چې په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو د ماموريت د بريا او په دې هېواد كې د ثبات د راوستو لپاره ډېرې هلې ځلې وكړي.

نوموړي دا هم وويل، چې د عملياتو پرمهال به د ولسي خلكو د مرګ ژوبلې په كلكه مخنيوى وكړي.

بل لورته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيكو مطالعاتو مركز د كال د شخصيت جايزه د نړيوالو ځواكونو پخواني عمومي قومندان جنرال مك كرسټال ته ډالۍ كړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA