ads

هلمند كې بمي چاودنې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

چارواكي وايي د هلمند ولايت، په مسى کلا ولسوالۍ کې د ماين چاودني نهو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د هلمند  ولايت  د والي وياند داود احمدي وايې، دغه پېښه د يکشنبي په ورځ د موسى كلا ولسوالى په بازار کي د ١١ بجو په  شاوخواکې رامنځته شوه، چي په پايله کې يې څلور ملکي […]

نویسنده: TKG
13 چنګاښ 1389

چارواكي وايي د هلمند ولايت، په مسى کلا ولسوالۍ کې د ماين چاودني نهو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د هلمند  ولايت  د والي وياند داود احمدي وايې، دغه پېښه د يکشنبي په ورځ د موسى كلا ولسوالى په بازار کي د ١١ بجو په  شاوخواکې رامنځته شوه، چي په پايله کې يې څلور ملکي وګړي مړه او پينځه ټپيان شول.

 

چارواكي وايي د هلمند ولايت، په مسى کلا ولسوالۍ کې د ماين چاودني نهو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د هلمند  ولايت  د والي وياند داود احمدي وايې، دغه پېښه د يکشنبي په ورځ د موسى كلا ولسوالى په بازار کي د ١١ بجو په  شاوخواکې رامنځته شوه، چي په پايله کې يې څلور ملکي وګړي مړه او پينځه ټپيان شول.

د نوموړي په وينا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، كله، چې د مسى کلا پوليسو غوښتل د هغه خره مخه ونيسي، چې په چاودېدونکو توکو سمبال وو، چې ناڅاپه په يوه موټر سيکل کي ځاى پرځاى شويوچاوديدونکو توکو ته د بازار په يوه بله څنډه کي چاود نه ورکړل شوه.

احمدي زياته كړې، ټپيا ن په سميه کي د مېشتو بهرنيانو روغتون ته د در ملني  په موخه وړل شوي دي.

د والي وياند د دي پېښې پړه د دولت پر وسلوالو مخاليفينو ور واچوله، خو وسلوالو طالبانو لا تر دې دمه په دي اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA