ads

ختيځ كې د ايتلافي ځواكونو پر مركز د توغنديو بريد

ختيځ كې مېشت بهرني ځواکونه  په کونړ کې د وسله والو طالبانو د توغنديزو بريدونو له امله د خپلو نهو سرتېرو د ټپي کېدو خبرورکوي. په ياده سيمه كې د دې ځواکونو مطبوعاتي ادارې کليد ته وويل، چې سرتېري يې پرون تر غرمې وروسته د کونړ په مرکز اسعداباد کې پر خپل يوه پوځي مرکز […]

نویسنده: TKG
13 چنګاښ 1389

ختيځ كې مېشت بهرني ځواکونه  په کونړ کې د وسله والو طالبانو د توغنديزو بريدونو له امله د خپلو نهو سرتېرو د ټپي کېدو خبرورکوي. په ياده سيمه كې د دې ځواکونو مطبوعاتي ادارې کليد ته وويل، چې سرتېري يې پرون تر غرمې وروسته د کونړ په مرکز اسعداباد کې پر خپل يوه پوځي مرکز د وسله والو طالبانو د توغنديزو بريدونو له امله ټپيان شوي.

 

ختيځ كې مېشت بهرني ځواکونه  په کونړ کې د وسله والو طالبانو د توغنديزو بريدونو له امله د خپلو نهو سرتېرو د ټپي کېدو خبرورکوي.

په ياده سيمه كې د دې ځواکونو مطبوعاتي ادارې کليد ته وويل، چې سرتېري يې پرون تر غرمې وروسته د کونړ په مرکز اسعداباد کې پر خپل يوه پوځي مرکز د وسله والو طالبانو د توغنديزو بريدونو له امله ټپيان شوي.

يادو ځواكونو د دې سرتېرو د روغتيايي وضعيت او هويت دواړو په اړه څه نه وايي، خو بايد وويل شي، چې په كونړ ولايت کې امريکايي ځواکونه پردندو بوخت دي .

د کونړ ځايي امنيتي چارواکي په دې اړه له خبرو ډډه کوي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا له نا څرګند ځايه په ټليفون کليد ته وويل، چې د پرون مازېګر تر څلورو بجو يې په اسعداباد کې د امريکايي ځواکونو پر يوه پوځي مرکز پرلپسې توغندي توغولي او سرتېرو ته يې درنه مرګ، ژوبله اړولې.

کونړ، چې دې لنډو ورځو کې يې پرمرورې ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفينو پرضد د افغان او بهرنيو ځواکونو درانه پوځي عمليات پاى ته ورسېدل، له وروستيو راهيسې د بهرنيو سرتېرو د مرګ، ژوبلې کچه پکې ډېره شوې.

د ايتلافي ځواكونو پرمرکزونو په هغه ولايت کې پخوا هم ورته بريدونه او پېښې شوي، چې ډېرکله يې ځايي چارواکو او بهرنيانو له منلو ډډه کړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA