نن په کابل کې په سلګونو هزاره توکمو د هغو دوه نوماند، وزیرانو په ملاتړ، چې په ولسي جرګه کې یې د باور رایې ترلاسه نکړې لاریون وکړ. دغه لاریون نن سهار نهه بجې د ياد قوم د استازو او سلګونو تنو لخوا د عبداالعلي مزاري په څلورلاري کې پیل او تر ۱۱ بجو يې دوام وكړ.
نن په کابل کې په سلګونوهزاره توکمو د هغو دوه نوماند،وزیرانو په ملاتړ، چې په ولسي جرګه کې یې د باور رایې ترلاسه نکړې لاریون وکړ.
دغه لاریون نن سهار نهه بجې د ياد قوم د استازو او سلګونو تنو لخوا د عبداالعلي مزاري په څلورلاري کې پیل او تر ۱۱ بجو يې دوام وكړ.
لاریون کوونکي او د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق په دې وروستیو کې د ولسي جرګې له لوري دوو نوماند، وزیرانو ته د باور رایې په نه ورکولو نیوکه وکړه، چې په وينا يې د وزیرانو په ټاکلو کې توازن په نظرکې نه دی نیول شوی.
د لاریون په پای کې یو درې ماده ییز پریکړه لیک هم صادر او لاریون کوونکو ته واورول شو.
په پرېكړه ليك كې رغلي وو، چې دولت مكلف دى، ترڅو د افغانستان په سياسي نظام كې ټولو قومونو ته ځاى وركړي، كه داسې ونه شي، دوى به خپلو لاريونو نو ته دوام وركړي او پر دولت به د خلكو لخوا فشار راوړي.
تېره اونۍ ولسمشرحامد کرزي د کابنې اووه تنه نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رايو اخيستلو لپاره ورومعرفي کړي وو، خو سرور دانش او داؤدعلي نجفي، ونه توانېدل، چې ټاکل شوې رایې خپلې کړي.
دا،چې نننی لاریون به د پاتې کابینې په ټاکلو کې څومر اغېزمن تمام شي راتلونکی به یې ځواب ووایي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


