حکومتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د خوست له سپېرې ولسوالۍ څخه لسګونه ملکي وګړي نيولي او يو شمېر يې وژلي دي. د خوست ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد شوي کسان له سپېرې ولسوالۍ څخه تښتول شوي دي.
حکومتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د خوست له سپېرې ولسوالۍ څخه لسګونه ملکي وګړي نيولي او يو شمېر يې وژلي دي.
د خوست ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد شوي کسان له سپېرې ولسوالۍ څخه تښتول شوي دي.
خبرپاڼې د والي عبدالجبار نعيمي له خولې، دغه پېښه په کلکه غندلې او زياته شوې، چې امنيتي ارګانونو په دې اړه جدي پلټنې پيل کړې دي.
د سپېرې ولسوالۍ يوه قومي مشر، د نوم د نه ښوودلو په شرط ويلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د سره کوټ له سيمې څخه ٤٠ ملکي وګړي وړي دي.
سرچينې زياته کړه، چې دغو کسانو له دولت سره هېڅ دنده نه لرله او وسلوالو طالبانو يواځې له دولت سره د همکارۍ په تور نيولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وسلوالو طالبانو تر اوسه اوه تنه وژلي دي.
په خوست کې د ګډ نظامي مرکز مسؤل جنرال نواب، د وسلوالو طالبانو له خوا د ٢٠ کسانو د وړلو خبر تاييد کړى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې مخکې وسلوالو طالبانو ددې ولايت له دوه منده ولسوالۍ څخه د يو شمېر قومي مشرانو په ګډون ٢٥ کسان تښتولي وو، چې بيا يې اته قومي مشران ووژل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


