په هرات ښار كې دوې پرله پيسې چاودنې شوي، چې له كبله يې ۹ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي. لومړۍ چاودنه نن سهار د دغه ولايت د پوليسو د تعليم او تربيې د رئيس په موټر وشوه.
په هرات ښار كې دوې پرله پيسې چاودنې شوي، چې له كبله يې ۹ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
لومړى چاودنه نن سهار د دغه ولايت د پوليسو د تعليم او تربيې د رئيس په موټر وشوه.
د چارواكو په وينا، په چاودنه كې نوموړي رئيس ته زيان نه دى رسيدلى خو درې ملكي وگړي يې ټپيان كړي دي.
دوهمه چاودنه،چې گمان كيږي ځانمرګى بريد به وي له غرمې وړاندې په نوموړي ښار كې وشو، چې شپږ تنه پكې ټپيان شول.
ځايي چارواكو د دوهمې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.
خوعيني شاهدانو په سيمه كې كليد ته وويل، چې له دوهمې چاودنې وروسته يې په ټپيانو سربېره د يوه تن جسد ليدلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


