ads

هلمند ولايت كې يو طالب قوماندان ووژل شو

په سيمه كې آيساف ځواکونو په هلمند کي   د يوه طالب قوماندان د وژلو    خبروركړى . د راپورنو له مخې دغه قومندان په ترهګريزو بريدونو او د ځان وژنکو په سمبالولو کې هم ستر لاس لاره   په سيمه كې آيساف ځواکونو په هلمند کي   د يوه طالب قوماندان د وژلو    خبروركړى . د راپورنو […]

نویسنده: TKG
10 چنګاښ 1389
هلمند ولايت كې يو طالب قوماندان ووژل شو

په سيمه كې آيساف ځواکونو په هلمند کي   د يوه طالب قوماندان د وژلو    خبروركړى . د راپورنو له مخې دغه قومندان په ترهګريزو بريدونو او د ځان وژنکو په سمبالولو کې هم ستر لاس لاره

 

په سيمه كې آيساف ځواکونو په هلمند کي   د يوه طالب قوماندان د وژلو    خبروركړى .

د راپورنو له مخې دغه قومندان په ترهګريزو بريدونو او د ځان وژنکو په سمبالولو کې هم ستر لاس لاره

په هغه خبرپاڼه  کې، چې د چنګاښ ١٠مه په  لښکر ګاه کې د ايساف  له مطبوعاتې د فترڅخه  کليد ته راليږل شوې راغلي، چي وژل شوى طالب قوماندان  ياسين  نوميده  او  نن سهار وختې   د لښکرګاه په شمال ختيځ کې  ګډو ځواکونو له لوري وژل شوى دى.

د خبر پاڼې په وينا، دغه عمليات چې د افغان او بهرنيو ځواكونو لخوا تر سره شوي و، دوى ته پكې كوم زيان نه دى رسېدلى.

که  څه هم د وسلوالو طالبانو  له لوري په دي اړه څه ندي ويلي شوي، خو قاري يو سف  احمدي  د همدې ډلې وياند بيا وايي، چي  نن سهارد هلمند په جنوبي  ولسوالۍ ديشو کې، چې پاکستان ته څيرمه پرته ده، بهرنيانو ځمکني او هواېې عمليات پيل کړي دي.

د قاري يو سف په وينا، دغه عمليات د يادي ولسوالى د بحرامچي  په  سيمه کي  ترسره شوي، چې له كبله يې  ٧ تنه  بهرني  سرتيري وژل شوي  دي.

طالب وياند د خپلو ملګرو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

سيمه ييزو دولتي چارواکو او بهرنيو ځواكونو لا پدې اړه څه نه دي ويلي.

ديشو ولسوالۍ د هلمند له هغو ولسواليو څخه يوه ده، چې له تېرو څلورو کالو  راهيسې د وسلوالو طالبانو په ولکه  کي ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA