ads

د ايتلافي ځواكونو د هليكوپتر بېړنۍ ناسته

په ختيځ كې ايتلافي ځواكونو ويلي، چې يوه هليكوپتر يې نن سهار نهه بجې د خېوې ولسوالۍ اړوند په ګمبيري دښته كې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا كوي، چې ياده هليكوپتر د دوى لخوا ويشتل شوى او راغورځېدلې ده.   په ختيځ كې ايتلافي ځواكونو ويلي، […]

نویسنده: TKG
10 چنګاښ 1389

په ختيځ كې ايتلافي ځواكونو ويلي، چې يوه هليكوپتر يې نن سهار نهه بجې د خېوې ولسوالۍ اړوند په ګمبيري دښته كې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا كوي، چې ياده هليكوپتر د دوى لخوا ويشتل شوى او راغورځېدلې ده.

 

په ختيځ كې ايتلافي ځواكونو ويلي، چې يوه هليكوپتر يې نن سهار نهه بجې د خېوې ولسوالۍ اړوند په ګمبيري دښته كې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا كوي، چې ياد هليكوپتر د دوى لخوا ويشتل شوى او راغورځېدلې ده.

دغه راز مجاهد په پېښه كې د څو بهرنيو عسكرو د وژل خبره هم كوي.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور د هليكوپتر د بېړنۍ ناستې خبره مني، خو ده د مجاهد خبرې، چې ګنې ياده هليكوپتر د دوى لخوا ويشتل شوې په كلكه رد كړه.

د يو بل خبر له مخې، نن سهار پنځه نيمې بجې په خاص كونړ كې پر يوه ولسي موټر بمي چاودنه شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا پكې د يوې ښځې په ګډون درې ته مړه شوي او يو تن ټپي شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA