ads

جلال اباد كې بمي چاودنې ۷ تنه ټپيان كړل

د جلال اباد ښار له ګڼې،ګوڼې په يوې ډکې سيمې کې تېر ماښام د ملي اردو پر يوې ادارې چاودنې ترپينځو ډېر ولسي وګړي ټپيان کړل. چاودنه ماښام شاوخوا اته نېمې بجې په تالاشۍ څلورلاري کې پر هغه وړوکي مرکز وشوه چې ملي اردو ته د خلکو د رابللو او شاملولو لپاره جوړشوى.     […]

نویسنده: TKG
10 چنګاښ 1389

د جلال اباد ښار له ګڼې،ګوڼې په يوې ډکې سيمې کې تېر ماښام د ملي اردو پر يوې ادارې چاودنې ترپينځو ډېر ولسي وګړي ټپيان کړل. چاودنه ماښام شاوخوا اته نېمې بجې په تالاشۍ څلورلاري کې پر هغه وړوکي مرکز وشوه چې ملي اردو ته د خلکو د رابللو او شاملولو لپاره جوړشوى.

 

 

د جلال اباد ښار له ګڼې،ګوڼې په يوې ډکې سيمې کې تېر ماښام د ملي اردو پر يوې ادارې چاودنې ترپينځو ډېر ولسي وګړي ټپيان کړل.

چاودنه ماښام شاوخوا اته نېمې بجې په تالاشۍ څلورلاري کې پر هغه وړوکي مرکز وشوه چې ملي اردو ته د خلکو د رابللو او شاملولو لپاره جوړشوى.

پردې مرکز سربېره چاودنې يو شيريخ پلورنځى او يو شيرني پلورنځى هم زيانمن کړل.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور کليد ته وويل، چې چاودنه هغو چاوديدونکو توکيو کړې، چې تر يوه پلورنځي لاندې ځاى، پرځاى شوي وو.

دى په چاودنه کې د دوو ولسي وګړو ټپي کېدل مني او وايي د چاودنې سيمه کې افغان ځواکونه کوم مرکز نه لري.

خو د امنيې قومندانۍ د جلب او جذب آمر سمونوال بشير بيا دا مني، چې د چاودنې سيمه کې د ملي اردو د جلب او جذب يو وړوکى مرکز موجود و.

د ننګرهار د عامې روغتياروغتون يوه نوکريوال ډاکټر بيا د پېښې له ځايه روغتون ته د اوو او يوه بل ډاکټر د شپږو ولسي ټپيانو ور وړل ومنل،خو دواړو ويل چې د ټپيانو روغتيايي وضعه ښه ده.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته د پېښې مسوليت پرغاړه واخېست او دعوه يې وکړه، چې د ملي اردو اړوند دې مرکز کې يې څو سرتېري وژلي، خو د پېښې ځاى ته لنډو خلکو ويل، چې دا مرکز د شپې لخوا تړلى وي.

د تالاشۍ څلور لارى، چې د جلال اباد په زړه کې پروت او له ګڼې، ګوڼې ډکه سيمه ده، په دې چاودنې سره پکې د تېرې اونۍ د چاودنو شمېره درېيو ته رسيږي.

په دغه سيمه كې  لومړۍ چاودنه پر يوه کسېټ پلورنځي او بله پريوه ايسکريم پلورنځي شوې وه، چې دواړو يوازې مالي زيانونه لرل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA