د امريكايي پوځ جنرال ډيوډ پېټريوس خبردارى وركړى، چې په راتلونكو مياشتو كې به افغانستان كې جنګ چټكتيا ومومي. دغه خبره تېره ورځ نوموړي د امريكې سنا مجلس پوځي كمېټې ته كړې وه، او ويلي يې و، چې د افغانستان جنګ ښايي له مخكې څخه لا ستونزمن شي.
د امريكايي پوځ جنرال ډيوډ پېټريوس خبردارى وركړى، چې په راتلونكو مياشتو كې به افغانستان كې جنګ چټكتيا ومومي.
دغه خبره تېره ورځ نوموړي د امريكې سنا مجلس پوځي كمېټې ته كړې وه، او ويلي يې و، چې د افغانستان جنګ ښايي له مخكې څخه لا ستونزمن شي.
پېټريوس زياته كړې، چې حالات په ټول افغانستان كې په خرابېدو دې خو په جنوبي سيمو كې، طالب جنګيالي ښه په ډاډه زړه خپل فعاليتونه تر سره كوي او كوښښ كوي چې بېرته خپل لومړي حالت ته وګرځي.
نوموړي زياته كړه، زما په فكر ښايي روانه جګړه په راتلونكو مياشتو كې لا هم سخته شي، ځكه موږ چې څومره د طالبانو په پټن ځايونو بريدونه زياتو، هغوى هم جنګ ته زور وركوي.
نوموړي زياته کړه چې دوى به د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په برخه کې ډېرې هڅې وکړي.
دغه جنرال د جمهور رئيس اوباما لخوا د هغې پرېكړې، چې له مخې به يې په ۲۰۱۱ مېلادي كال كې له افغانستانه عسكر وځي هم ، ملاتړ وكړ، او زياته يې كړه چې دا ښايي د عسكرو د وتلو پيل وي، چې كرار كرار به وځي نه يوځل.
نوموړي زياته كړه، دوى كوښښ كوي، چې تر هغې افغان دولت خپله دا وړتيا پيدا كړي، چې د افغانستان امنيت وساتي.
جنرال پیترياس د امریکا یو پېژندل شوی پوځي شخص دی، چې له دوه زره نهم کال راهیسې په منځني ختیځ، منځنۍ آسیا او د افریقا په ختیځ کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان و
جنرال پیتریوس په عراق کې د جګړې د ښې مشرۍ له کبله ځان ته ښه نوم او شهرت ګټلی دی.
ياد جنرال وروسته تر هغې د جنرال مك كرېسټال پر ځاى وګومار شو، چې نوموړي په يوه ليكنه كې د امريكا پر جمهور رئيس او نورو لوړ پوړ چارواكو سختې نيوكې وكړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


