ads

په جنوب ختيځ زون كې عمليات پاى ته ورسېدل

سيمه ييز چارواكي واي، په جنوب ختيځ زون كې د ډبرين تندر په نامه عمليات چې څه موده وړاندې پيل شوي وو، پايته ورسېدل. سيمه ييز چارواكي واي، په جنوب ختيځ زون كې د ډبرين تندر په نامه عمليات چې څه موده وړاندې پيل شوي وو، پايته ورسېدل. د (۲۰۳) تندر قول اردو مرستيال بريد […]

نویسنده: TKG
9 چنګاښ 1389
په جنوب ختيځ زون كې عمليات پاى ته ورسېدل

سيمه ييز چارواكي واي، په جنوب ختيځ زون كې د ډبرين تندر په نامه عمليات چې څه موده وړاندې پيل شوي وو، پايته ورسېدل.

سيمه ييز چارواكي واي، په جنوب ختيځ زون كې د ډبرين تندر په نامه عمليات چې څه موده وړاندې پيل شوي وو، پايته ورسېدل.

د (۲۰۳) تندر قول اردو مرستيال بريد جنرال محمد اكبر يلداش په يوه خبري ناسته كې رسنيو ته وويل چې په دغو عملياتو كې (۸۰) تنه وسله وال طالبان وژل شوي ، اوو تنه ټپيان او (۱۹) يې نيولي دي .

د يلداش په وينا،په وژل شويو او ټپي شويو طالبانو كې بهرني جنګيالي هم شامل دي .

يلداش په دغو عملياتو  كې د ملي اردو د دوه سرتېرو وژل او د يوه د ټپي كېدو پخلى هم وكړ.

ياد عملياتو، چې د ملي اردو او پوليسو لخوا دجنوب ختيځ زون د پنځو ولايتونو په (۱۵) ولسواليو كې تر سره شول په ترڅ كې يې ګڼ شمير وسلې او چاودېدونكې توكې هم نيول شوي دي.

يلداش زياته كړه، چې د ډبرين تندر په نوم عمليات د اميد په نوم د عملياتو يوه كړۍ وه، چې د غبرګولي د مياشتې په (۱۲) نېټه پيل او د چنګاښ د مياشتې په لومړۍ نېټه پاى ته ورسېدل .

په مطبوعاتي كنفرانس كې د (۲۰۳) تندر قول اردو وياند ساعت ګل هوتك ويل، چې تېره ورځ هم د يو لړ عملياتو په ترڅ كې د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ كې اوو تنه ماين خښوونكي په هوايې بريد كې وژل شوي دي .

د (۲۰۳) تندر قول اردو د چارواكو له خوا  دا مطبوعاتي كنفرانس په داسې حال كې وركول كېږي، چې لا هم په سيمه كې د وسله والو طالبانو له خوا غلچكي بريدونه او د سړك د غاړې بمي چاودنې تر سره كېږي  .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA