د جلال اباد په هوايي ډګر كې د بهرنيو ځواكونو په اډې نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې يو شمير ځانمرگو بريد وكړ. د ياد هوايي ډګر قوماندان جهانګير عظيمي د پېښې پخلى كړى، او وايلي يي دي، چې څو ځانمرګو د ياد ولايت د هوايي ډګر پر دوارزې بريد کړى، چې له كبله يې دوه د ملي اردو، يو ملېشه او يو بهرنى عسكر ټپيان شوي دي.
د جلال اباد په هوايي ډګر كې د بهرنيو ځواكونو په اډې نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې يو شمير ځانمرگو بريد وكړ.
د ياد هوايي ډګر قوماندان جهانګير عظيمي د پېښې پخلى كړى، او وايلي يي دي، چې څو ځانمرګو د ياد ولايت د هوايي ډګر پر دوارزې بريد کړى، چې له كبله يې دوه د ملي اردو، يو ملېشه او يو بهرنى عسكر ټپيان شوي دي.
نوموړي نور هراز زيان رد كړ.
په ياد هوايي ډګر كې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وويل، چې ځانمرګو بريد کوونکو لومړى د هوايي ډګر دروازې ته څېرمه د يوه موټر په وسيله ځانمرګى بريد وکړ او وروسته يې نور ملګرو ډزې پيل كړې، چې په متقابلو ډزو کې درې ځانمرګي بريد کوونکي ووژل شول.
يادو ځواكونو د خپل يوه سرتېرى د ټپي كېدو پخلى هم كړى.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد چې د بريد پړ پر غاړه اخلي وايي، چې شپږو ځانمرګو پر هوايي ډګر ډله ييز بريد کړى او ۲۰ كورني او بهرني عسكر يې وژلي او ۱۳بېلابېلاې هليكوپترې يې له منځه وړي.
مجاهد د خپلو شپږ واړو ملكرو د وژل كېدو پخلى هم كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


