ads

په كابل كې د بهرنيو ځواكونو پرضد لاريون

د كابل ښار ختيځ پلو د بيني حصار په سيمه كې سهار راهيسي  لسگونو تنو د بهرنيو ځواكونو د تلاشۍ پرضد په لاريون لاس پورې كړى.     د كابل ښار ختيځ پلو د بيني حصار په سيمه كې سهار راهيسي  لسگونو تنو د بهرنيو ځواكونو د تلاشۍ پرضد په لاريون لاس پورې كړى. لاريون […]

نویسنده: TKG
8 چنګاښ 1389

د كابل ښار ختيځ پلو د بيني حصار په سيمه كې سهار راهيسي  لسگونو تنو د بهرنيو ځواكونو د تلاشۍ پرضد په لاريون لاس پورې كړى.

 

 

د كابل ښار ختيځ پلو د بيني حصار په سيمه كې سهار راهيسي  لسگونو تنو د بهرنيو ځواكونو د تلاشۍ پرضد په لاريون لاس پورې كړى.

لاريون كوونكي وايي، چې تېره شپه بهرنيو ځواكونو د افغان امنيتي ځواكونو په ملتيا په ياده سيمه كې عمليات ترسره كړي او د يوې ديني مدرسې درې تنه زده كوونكي يې له ځانه سره وړي دي.

لاريون كوونكو له افغان او نړيوالو ځواكونو وغوښتل، چې بيول شوي كسان  زر تر زره خوشي كړي،  كه نه نو دوى به خپل لاريون  دوام وركړي.

لاريون كوونكو د امريكا پرضد شعارونه وركول او د دا ډول خپلسرو تلاشيو  د مخنيوي غوښتنه يې كوله.

تراوسه دولتي او بهرنيو ځواكونو په دغه  اړه  څه نه دي ويلي.

د يادولو وړ ده، چې  له  دې وړاندې هم بهرنيو ځواكونو په كابل كې د يوې ديني مدرسې ښوونكى په ډزو وژلى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA