ولسي جرګې د پارلماني ټاكنو لپاره د روان كال ميزان مياشتې پورې د اوړي او د ټاكنو د كمپاين لپاره رخصتي اعلان كړه. كه څه هم ولسي جرګې د سې شنبې په ورځ د پارلماني ټاكنو لپاره عمومي رخصتي اعلان كړه
ولسي جرګې د پارلماني ټاكنو لپاره د روان كال ميزان مياشتې پورې د اوړي او د ټاكنو د كمپاين لپاره رخصتي اعلان كړه.
كه څه هم ولسي جرګې د سې شنبې په ورځ د پارلماني ټاكنو لپاره عمومي رخصتي اعلان كړه، خو له بلې خوا يې په ولسي جرګه كې د هزاره قوم له يوې استازې فاطمې نظرې په كلكه وغوښتل، چې له ولسي جرګې په رسمي توګه بخښنه وغواړي.
فاطمې نظرې تېره ورځ د حكومت لخوا ولسي جرګې ته د باور رايې د اخيستلو لپاره د معرفي شويو دوو تنو كانديدو وزيرانو داود علي نجفي او سرور دانش، چې وه يې نشواى كړى له يادې جرګې د باور رايې واخلي، جرګې ته سپكې سپورې وكړې.
دغه راز، يادې وكيلې د ولسي جرګې په غړي سيد عبدالقدير صياد د اوبو د بوتلو ګوزارونه وكړل او سپكې سپورې يې ورته وويلې.
نوموړي، د ولسي جرګې ټول غړي په معاملو او نوور تورنو تورن كړل.
د ولسي جرګې غړي وايي كه چېرې فاطمه نظري له ولسي جرګې څخه بخښنه ونه وغواړي، نو دوي به له هغو لارو كار واخلي چې په توان كې يې دي.
تر اوسه لا په دې اړه فاطمې نظري څه نه دي ويلي، چې له ولسي جرګې به بښنه وغواړي كه نه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


