د كونړ ولايت په مرورې ولسوالۍ كې نن د درېمې ورځې لپاره هم د افغان او بهرنيو ځواكونو درانه عمليات روان دي، چې سيمه ييز روغتيايي چارواكي پكې د يوه دولتي كس پر وژلو سربېره د نهو ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پخلى كوي.

د کونړ د روغتيا رئېس ډاکټر اسدالله فضلي کليد ته وويل، چې له دې عملياتو څخه پرون ناوخته ورته د مرورې ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير پر مړي سربېره د يوې ماشومې نجلۍ او يوه بل ولسي وګړي مړي او همدا شان اوه نور ولسي ټپيان ور وړل شوي.
هغه د ټپيانو پرروغتيايي وضعې څه نه وايي.
د کونړ ځايي چارواکي په دې اړه څه نه وايي خو د ايساف مطبوعاتي اداره يوازې د عملياتو دوام مني.
په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې لېوال قومندان جنرال محمد افضل بيا له نورې ولسي مرګ، ژوبلې ناخبري ښيى، خو وايي د يوې ماشومې نجلۍ له وژل کېدو او يوه ولسي وګړي له ټپي کېدو خبردى، چې د ده په دعوه د وسله والو طالبانو په ډزو زيانمن شوي.
د وسله والو طالبانو يوې سرچينې بيا، رسنيو سره خبرو کې د دوى په ډزو د ولسي خلکو مرګ، ژوبله رد کړې.
د کونړ پر مرورې دا عمليات، چې د افغان او بهرنيو ځواکونو شپږو سوو سرتېرو اوړمه ورځ سهار پيل کړي، پرون پکې وسله وال طالبانو او عمليات کوونکې غاړې دواړو يو بل ته د درنو مرګ،ژوبلو دعوې لرلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ