ولسي جرګې ته د حكومت لخوا معرفي شويو اوو كانديد وزيرانو له ډلې څخه پنځو هغو د باور رايې ترلاسه كړې. ياد وزيران د روانې اونۍ په لومړيو كې ولسي جرګې ته ورپېژندل شوي وو.
ولسي جرګې ته د حكومت لخوا معرفي شويو اوو كانديد وزيرانو له ډلې څخه پنځو هغو د باور رايې ترلاسه كړې.
ياد وزيران د روانې اونۍ په لومړيو كې ولسي جرګې ته ورپېژندل شوي وو.
ولسي جرګې ته د معرفي شويو كانديد وزيرانو له ډلې سترجنرال بسم الله محمدي په يوسلو پنځوسو د كورنيوچارو وزرات لپاره، انورالحق احدي په يوسلو اووه څلويښتو د سوداګرۍ، عبدالقدوس حميدي په يوسلوشپېتو د فوايدعامې ، جماهيرانوري په يوسلو څلويښتو د كډوالو او اسدالله خالد په يوسلو دوو د سرحدونو، قومونو اوقبايلو چارو وزارت لپاره له ولسي جرګې د باور رايه واخستې.
د كانديدو وزيرانو له جملې داود علي نجفي چې ترانسپورت وزارت او سرور دانش چې د لوړو زده كړو وزارت ته كانديد وو، ونه توانيدل چې له ولسي جرګې د باور رايې تر لاسه كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


