د بريتانيايي ځواكونو مشر ويلي، چې د ځنډ پرځاى بايد سياست مداران او پوځي مشران ژر تر ژره له طالبانو سره خبرې اترې پيل كړي.
د بريتانيايي ځواكونو مشر ويلي، چې د ځنډ پرځاى بايد سياست مداران او پوځي مشران ژر تر ژره له طالبانو سره خبرې اترې پيل كړي.
د برتانيا د پوځ مشر جنرال ډېوېډ ريچارډ په وينا، د سرغړونكو سره د جنګ پرمهال يو وخت داسې راځي، چې بايد يو له بل سره خبرو ته كيني.
د نوموړي په وينا، په پيل كې ښايي دغه خبرې د مقابل لوري له خواخوږو سره وشي، خو دا چې څه وخت كېږي دى پرې نه پوهېږي.
هغه زياته كړه: كه څه هم دا اړين دي، چې له طالبانو سره خبرې پيل شي، خو موږ بايد د افغان ځواكونو روزنې ته هم دوام وركړو او د بيا روغونې كارونه پرمخ يوسو، ځكه موږ بايد طالبانو ته دا ونه ښايو، چې موږ ميدان پريښې، دواړه كاره بايد په مساوي توګه پرمخ لاړ شي.
تر ده وړاندې د بريتانيا صدر اغظم ډېويډ كامرون ويلي و، چې تر پينځو كلونو پروې به له افغانستانه خپل سرتيري وباسي.
نومړي دا خبرې په كاناډا كې د جي۸ او جي۲۰ هېوادونو له غونډې ورسته د خپل هېواد له يوه تلويزوني چاينل سكاى سره كړې وې.
د كامرون په وينا، دوى نهه كاله په افغانستان كې تېر كړل او له پنځو كلونو نور زيات نشي تېرولاى.
په افغانستان كې د بريتانوي سرتېرو شمېر نږدې لس زره تنو ته رسېږي، چې له ۲۰۰۱ راهيسې يې تر اوسه ۳۰۸ سرتيري وژل شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكې د جاسوسې ادارې (سې آى اى) مشر ليون پنيټا اعتراف كړى، چې په افغانستان كې جنګ د دوى له هيلې زيات ستونزمن او قيمتي دى.
نوموړي د امريكې له اى بي سي ټلوېزيون سره په مركه كې ويلي، چې د افغانستان په جګړه كې خامخا پرمختګ شوى، خو د افغانستان كمزوري حكومت، اداري فساد او طالبانو د دوى پر وړاندې ستونزې پيدا كړي.
ليون پنټا زياتوي، چې بنسټيز برياليتوب به دا وى، چې افغانستان وكولاى شي، د بهرنيو سرتېرو له وتو وروسته د ياغي ډلو پر وړاندې جګړې ته دوام وركړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


