د هلمند ولايت په نادعلي او کجکي ولسواليو کې د دوو بيلابيلو پېښو له کبله اوو ملکي کسانو او دريو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښتله. د هلمند د امنيه قومندانۍ وياند دوهم څارمند داود نورزي نن د چنګاښ په اوومه کليد ته د ټليفون په کرښه وويل، چې د نادعلي ولسوالۍ په
د هلمند ولايت په نادعلي او کجکي ولسواليو کې د دوو بيلابيلو پېښو له کبله اوو ملکي کسانو او دريو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښتله.
د هلمند د امنيه قومندانۍ وياند دوهم څارمند داود نورزي نن د چنګاښ په اوومه کليد ته د ټليفون په کرښه وويل، چې د نادعلي ولسوالۍ په يودېرش غربي سيمه کې په يوه کورنۍ د هاوان مرمۍ لګيدلې ده، چې له امله يې د کورنۍ يو سپين ږيرى وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې ښځينه هم شتون لري، خو روغتيايي حالت يې د ډآډ وړ دى.
نورزي دا په ګوته نه كړه چې هاوان له كوم ځاى او د چا لخوا توغول شوى دى.
دغه راز د هلمند په يوه بله ولسوالۍ کجکي کې هم د سړک د غاړي يوه ماين د يوه پوليس د وژل کېدو تر څنګ درې تنه ملکي وګړي او دوه پوليس ټپيان کړل.
محمد داود نورزي زياته کړه، چې دغه پېښه د کجکي په فصل سيمه کې رامنځ ته شوي ده.
د يادو دواړو پېښو په اړه لا تر دې دمه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


