د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې تېرماښام د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې، چې دواړه غاړې پکې يو بل ته د مرګ، ژوبلې دعوې لري.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې تېرماښام د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې، چې دواړه غاړې پکې يو بل ته د مرګ، ژوبلې دعوې لري.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزى وايي د سره رود بالاباغ سيمې ته يو شمېر وسله وال راوتي وو، چې په ځپلو پسې يې د سره رود او نور امنيتي ځواکونو تللي وو او ترمنځ جګړه کړې يې وسله والو مخالفينو ته مرګ، ژوبله اوښتې.
يو شمېر ځايي استوګن بياله نورو جزياتو پرته وايي، چې وسله وال طالبان د سره رود له ککړک سيمې څخه مخکې تر هغې، چې هلته يې پرضد عمليات وشي، پر امنيتي ځواکونو بريد وكړ او ټاكلي پلان وړاندې جګړه پيل شوه.
ځايي خلک د دې په خواکې، چې جګړه درنه ګڼي، پکې دواړو غاړو ته د تلفاتو په اړه ناخبري ښيي.
په ختيځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي اداره او د سېلاب قول اردو د دويمې لوا قومندان جنرال محمد افضل دواړه له جګړې ناخبري ښيى او د سره رود ځايي چارواکي له څه ويلو ډډه کوي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته د ځايي خلکو د نظر ملاتړ او دعوه وکړه، چې د بهرنيو ځواکونو يو ټانګ يې پکې له منځه وړى او څو سرتېري يې پکې وژلي.
سره رود ولسوالي، چې د ننګرهار يو له ډېرو کرارو سيمو څخه شمېر كېږي، د ناکراره ولسوالۍ خوګياڼيو تر څنګ پرته ده، چې په دې وروستيو كې يې په ځينو برخو کې په رڼاورځ د وسله والو طالبانو د تګ راتګ اوازې خپرې شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


