په بدخشان ولايت کې د پوليسو او ځايي خلکو ترمنځ د كوكنارو د كښت د اړولو پر سره نښته کې شپږو عام وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په بدخشان ولايت کې د پوليسو اوځايي خلکو ترمنځ د كوكنارو د كښت د اړولو پر سره نښته کې شپږو عام وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ياده پېښه تېره ورځ د ياد ولايت د راهم ولسوالۍ اړوند سيمه كې هغه مهال رامنځته شوه، كله چې پوليسو غوښتل په ياده سيمه كې د كوكنارو ولاړ كښت له منځه يوسي.
د بدخشان ولايت والې بازمحمد احمدې رسنيو سره په خبرو کې د پيښې پخلې وکړ او زياته يي کړه، ځايي خلکو له پوليسو څخه وسله اخيستې وه، چې وروسته يي د پوليس په مقابل کې وکاروله او 4 تنه پوليس يې ټپيان كړل.
نوموړي په دې نښته كې د يوتن ځايي کس د وژنې او يو کس د ټپې کيدور خبرهم تاييدکړ.
همدارنګه تېره ورځ په همدې ولسوالې کې وسلوالو طالبانو د يو پوليس د مړېنې او 4 تنو د ټپې کيدو ادعاء کړې وه، چې په اړه يي د ياد ولايت چارواکو تر اوسه څه ندي ويلې
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


