ads

آيساف: ختيخ كې۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي

د كونړ پر مرورې ولسوالۍ د سلګونه افغان او بهرنيو ځواکونو په درنو هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د دېرشو وسله والو طالبانو د وژلو دعوه شوې.     د كونړ پر مرورې ولسوالۍ د سلګونه افغان او بهرنيو ځواکونو په درنو هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د دېرشو وسله والو طالبانو د وژلو دعوه […]

نویسنده: TKG
7 چنګاښ 1389

د كونړ پر مرورې ولسوالۍ د سلګونه افغان او بهرنيو ځواکونو په درنو هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د دېرشو وسله والو طالبانو د وژلو دعوه شوې.

 

 

د كونړ پر مرورې ولسوالۍ د سلګونه افغان او بهرنيو ځواکونو په درنو هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د دېرشو وسله والو طالبانو د وژلو دعوه شوې.

دا عمليات، چې پرون سهار پيل شوي، په ختيځ کې د ايساف د مطبوعاتي ادارې په وينا شپږ سوه افغان او بهرني سرتېري يې ترسره کوي.

دا اداره وايي عمليات کوونکي ځواکونه تراوسه هماغه د دوو بهرنيو او يو افغان سرتېري د وژل کېدو او شپږ بهرنيو او درې افغان سرتېرو د ټپي کېدو پروني تلفات لري.

خو دعوه کوي ، چې د وسله والو طالبانو دېرش کسه پکې وژل شوي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي او امنيې قومندان خليل الله ضيايي له نورو جزياتو پرته يوازې د عملياتو دوام تاييدوي.

په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې لوا قومندان بريد جنرال محمد افضل هم د عملياتو د دوام ترڅنګ له شمېر ښودنې پرته د دولت وسله والو مخالفينو ته د درنو زيانونو خبرورکوي.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته وويل، چې پر مرورې عمليات د هلمند پر مارجې د درنو عملياتو په شان دي، خو وايي  تر پينځو سوو ډېر د دوى ملګري  يې هم پروړاندې کلکه مبارزه کوي.

د ده په وينا په دې عملياتو کې د هوايي بمبار پر مهال پينځه وسله وال طالبان او پينځه ولسي وګړي وژل شوي او دغه راز د عمليات کوونکو ځواکونو څلوېښت تنو ته مرګ،ژوبله اوښتې.

پر مرورې دا عمليات وروسته تر هغې پيل شول، چې وېل کېږي وسله والو طالبانو پرون د دې ولسوالۍ نيولو ته چمتوالى نيولى و.

اوسني عمليات، چې له وروستيو راهيسې د افغانستان په ختيځ  کې تر ټولو درانه او زيان لرونکي عمليات ګڼل کېږي،د ولسي مرګ، ژوبلې خبره هم پکې شوې خو رسمي سرچينو لا نه ده منلې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA