ads

پر اليشنګ ولسوالۍ د توغنديو بريد

وسله والو طالبانو تېره شپه د لغمان پر الېشنګ ولسوالۍ بريد کړى، چې دوى او چارواکي يې په اړه  بېلا،بېل نظرونه لري.     وسله والو طالبانو تېره شپه د لغمان پر الېشنګ ولسوالۍ بريد کړى، چې دوى او چارواکي يې په اړه  بېلا،بېل نظرونه لري. طالب وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په […]

نویسنده: TKG
6 چنګاښ 1389

وسله والو طالبانو تېره شپه د لغمان پر الېشنګ ولسوالۍ بريد کړى، چې دوى او چارواکي يې په اړه  بېلا،بېل نظرونه لري.

 

 

وسله والو طالبانو تېره شپه د لغمان پر الېشنګ ولسوالۍ بريد کړى، چې دوى او چارواکي يې په اړه  بېلا،بېل نظرونه لري.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته وويل، چې دوه توغندي يې د شپې پر لسو بجو د ولسوالۍ پرودانۍ توغولي او دروند زيان يې ور اړولى، خو د زيان بڼه او کچه يې و نه ښوده.

د الېشنګ ولسوال قاسم خان بيا د دې ترڅنګ، چې  پر ولسوالۍ يې د بريد هڅه ومنله وويل، د  ولسوالۍ پرلور دوه توغندي نه بلکې د هاوان څلور مرمۍ ورول شوي، چې ولسوالۍ ته نه دي رسېدلي او په لګېدلو سيمو کې هم زيان نه لري.

ولسوال دغه راز وايي   پلټنو يې ښودلې، چې بريد خپله د يادې ولسوالۍ له   مورچه خېلو نومې ډاګ څخه شوى.

په لغمان کې تر دې پخوا هم د وسله والو طالبانو لخوا  پر ځينو ولسواليو د ورته بريدونو کوښښ او پکې د مرګ، ژوبلې دعوې شوي، چې چارواکو  د بريدونو په تاييد سره مرګ، ژوبله دروغ ګڼلې.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA