ads

د ١٨ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

افغان او نړيوالو ځواکونو د زابل ولايت په بېلا بېلو عملياتو کې د ١٨ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.د زابل د والي وياند محمدجان رسوليار رسنيو ته وويل، چې دا عمليات د شهرصفا ولسوالۍ د غشي رباط په سيمه کې د شنبې په شپه ترسره شوي دي.     افغان او نړيوالو ځواکونو د […]

نویسنده: TKG
6 چنګاښ 1389
د ١٨ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

افغان او نړيوالو ځواکونو د زابل ولايت په بېلا بېلو عملياتو کې د ١٨ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.د زابل د والي وياند محمدجان رسوليار رسنيو ته وويل، چې دا عمليات د شهرصفا ولسوالۍ د غشي رباط په سيمه کې د شنبې په شپه ترسره شوي دي.

 

 

افغان او نړيوالو ځواکونو د زابل ولايت په بېلا بېلو عملياتو کې د ١٨ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.

د زابل د والي وياند محمدجان رسوليار رسنيو ته وويل، چې دا عمليات د شهرصفا ولسوالۍ د غشي رباط په سيمه کې د شنبې په شپه ترسره شوي دي.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ کشفي مرستيال سمونمل محمدظاهر وايي، چې په عملياتو کې تر ۱۸ پورې وسلوال طالبان وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په وژل شويو کې د ملاعبدالرحيم په ګډون د طالبانو درې قوماندانان هم شامل دي.

ايساف ځواکونو هم په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په همدې شپه  يې د زابل په ميزان، ترنک او جلدک سيمو کې عمليات او بمبار کړى دى .

يادو ځواكونو ويلي، چې په دې عملياتو کې يې ګڼ شمېر وسلوال مخالفين وژلي‌، خو کره شمېره يې نه ده ورکړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA