په ختيځ کې مېشت ايساف ځواکونه د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو سره د ايساف او افغان سرتېرو د مخامخې جګړې پرمهال د دولسو بهرنيو او افغان سرتېرو د مرګ، ژوبلې خبر ورکړ.
په ختيځ کې مېشت ايساف ځواکونه د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو سره د ايساف او افغان سرتېرو د مخامخې جګړې پرمهال د دولسو بهرنيو او افغان سرتېرو د مرګ، ژوبلې خبر ورکړ.
د يادو ځواکونو مطبوعاتي ادارې کليد ته وويل، چې د سهار له اوو بجو په دې پيل شوې جګړه کې دوه ايساف او يو افغان سرتېرى وژل شوي او شپږ ايساف او درې افغان سرتېري ټپيان دي.
د ايساف ځواکونو په وينا ښايي جګړه كې وسله والو طالبانو ته هم مرګ، ژوبله اوښتي وي، خو دوى يې کومه شمېره نه شي ښودلى.
د کونړ امنيې قومندان خليل الله ضيايي بياکليد ته پرته له دې، چې په جګړه کې د اوښتې مرګ، ژوبلې شمېر وايي، وويل د دولت مخالفينو د مرورې ولسوالۍ نيولو ته چمتوالى نيولى و، چې دوى يې پرضد د بهرنيو سرتېرو په ملتيا پوځي عمليات پيل کړل.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بياله ناڅرګند ځايه کليد ته وويل، چې په نننۍ جګړه کې اتلس بهرني سرتېري وژل شوي او د دوى يو وسله وال ټپي دى.
مجاهد دغه راز وايي، چې د جګړې سيمې ته بهرنۍ الوتکې د خپلو مړو او ټپيانو د لېږدولو لپاره ورغلي.
په مرورې کې دا جګړه له وروستيو راهيسې ايتلافي ځواکونو ته يوه ډېره زيان اوښتونکې ګڼل كېږي، چې دوى خپله پکې د لومړنيو جزياتو په توګه د خپلو اتو سرتېرو مرګ، ژوبله منلې.
کونړ، چې د وسله والو غاړو جګړې او مرګونه پكې په دې ورځو کې ډېرشوي،د تېرې جمعې پر شپه يې په شېګل ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بمباريو كې دولس وسله وال طالبان هم وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


